فیضاباد (پژواک،۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د بدخشان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، دوه وسلهوال چې د دغه ولایت د یفتل پایان – راغها ولسوالیو پر لویه لار یې د مسافرو د مالونو لوټولو هوډ درلود، یو کس یې له پولیسو سره نښته کې وژل شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، دوه وسلهوال غله چې له زیاتې مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې وو، یو کس یې تېره شپه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د یفتل پایان ولسوالۍ له پولیسو سره نښته کې ووژل شو.
هغه وویل: «بل غل تښتېدلی چې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.»
نوموړي زیاته کړه چې یادو دوو کسانو له تېر نظام راهیسې د هغو مسافرینو مالونه لوټ کول چې غوښتل یې د یفتل پایان ولسوالۍ له لارې د راغ درې ګونو ولسوالیو ته سفر وکړي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن