ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د موسمي ناروغیو ډېرېدل؛ ناروغ‌لرونکي: روغتیايي مرکزونو کې دې امکانات ډېر شي

12 Dec 2023 - 16:52
12 Dec 2023 - 16:52

بامیان (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د بامیان د انتاني روغتون مسوولین وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې موسمي ناروغۍ د پام وړ ډېرې شوې دي، خو ناروغ لرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د لا ډېرو امکاناتو غوښتنه کوي.

د بامیان د انتاني روغتون رییس ډاکټر فروغ‌الدین امیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ژمي په راتلو سره په دغه روغتون کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.

د هغه په خبره، هره ورځ د ماشومانو او ښځو په ګډول لسګونه ناروغان چې له تنفسي ناروغیو، حیواني محرقې، تور ټوخي، شري، تور زېړي، سپین زېړي او نورو موسمي ناروغیو ځوریږي، د درملنې په موخه دغه روغتون ته مراجعه کوي.

امیني زیاته کړه، د سږ کال په دویمه ربعه کې هره ورځ له ۱۲۰ تر ۱۵۰ پر انتاني ناروغیو اخته کسانو دغه روغتون ته مراجعه کوله، په داسې حال کې چې دا شمېره اوس مهال په ورځ کې له ۲۵۰ تر ۲۹۰ ناروغانو ته لوړه شوې چې د تېرو میاشتو په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

دغه راز هغه وویل چې د شته شمېرو له مخې، په دغه روغتون کې پر ساري ناروغیو د اخته بستر شوو ناروغانو ډېری یې ښځې دي چې د دغه ولایت په کچه یوازې همدغه روغتون ته چې ۳۰ بسترونه او ۶۰ کارکوونکي لري، د ساري ناروغیو درملنې په موخه مراجعه کوي.  ‎

یوه ناروغه فاطمه چې له دوو ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستري ده وايي، شاوخوا یوه میاشت له تنفسي ستونزې سره مخ ده چې له دوو ورځو وروسته اوس مخ په رغېدو ده.

هغې په روغتون کې د درمنلې او ډاکترانو له چلنده خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، په دغه روغتون کې د درملو په ګډون ټول خدمات وړیا دي او ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه کېږي، خو د مریضان شمېر زیات دی، باید دغه روغتون ته ډېر امکانات په واک کې ورکړل شي څو ډاکټران وکولای شي په ښه ډول ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

ورته مهال، د موسمي ناروغیو خپرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د بامیان د مرکز د «زرګران» سیمې اوسېدونکي نادر وویل چې د ژمي په راتلو سره ډول ډول ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي او د دوی د کورنۍ یو ماشوم په تور ټوخي اخته شوی دی.

دغه راز، د بامیان بل اوسېدونکي علي‌جان وویل چې د ژمي موسم کې ډېری ماشومان او ښځې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او که ډېره پاملرنه ورته ونه شي، ښایي ډېر خلک پر یادو ناروغیو اخته شي.

دغه راز، زهرا یوه بله مراجعه‌کوونکې په یاد روغتون کې د روغتیایي پرسونل له کمښت او کافي درملو له نشتوالي شکایت لري او زیاتوي چې د ناروغانو شمېر ډېروالي له امله روغتیايي پرسونل ځیني وخت نه شي کولای ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

هغې زیاته کړه چې ناروغان ساعتونه په نوبت کې ولاړ وي، که عاجل ناروغ نه وي نو د روغتیايي کارکوونکو له لوري لازمه پاملرنه نه ورته کېږي، د ناروغ ناروغي په سطحي توګه پوښتل کېږي او یوازې فشار یې معاینه کوي او رخصتوي یي.

ورته مهال، هغه د درملو له کمښته هم شکایت لري او زیاتوي چې یاد روغتون کې کافي درمل هم نشته، ډیرو ناروغانو ته نسخه ورکوي څو له روغتون بیرون درمل وپیري.

د هغې په وینا، په یاد روغتیايي مرکز کې د درملو کمښت او ناروغانو ته په سمه توګه نه رسېدنې خلک اړ کړي څو شخصي درملتونونو ته مراجعه وکړي.

خو د بامیان د انتاني روغتون رییس په دغه روغتون کې ناروغانو ته له رسېدنې او کافي درملو ډاډ ورکوي

هغه وویل: «موږ د پرسونل کمښت سره مخ نه یو، خو د موسمي ناروغیو د خپرېدو او دغه روغتون کې د ناروغانو ډېرېدو له امله یوازې څو قلمه درمل کم دي چې هغه هم ډېر ژر د حل کېدو وړ دي.»

بلخوا، روغتیايي کارپوهان سړه هوا او د خلکو له لوري د حفظ الصحې نه مراعاتول د یادو ناروغیو لاملونه بولي.

د داخلې متخصص ډاکټر علي‌یار احمدي په دې اړه وايي، ځینې دغه ناروغۍ ساري دي چې د تنفسي او زرقي وسایلو ګډ کارولو له لارې له یو کس څخه بل کس ته د لېږدولو وړ دي.

هغه له خلکو وغوښتل څو په ژمي کې د انتاني ناروغیو د کمېدو او مخنیوي لپاره یې د ګرمو جامو او حفظ الصحې د مراعاتولو ترڅنګ تل له ماسک څخه استفاده وکړي څو له تنفسې او ساري ناروغیو خوندي واوسي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version