ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده شوه

د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده شوه

author avatar
16 Dec 2023 - 11:56
د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده شوه
author avatar
16 Dec 2023 - 11:56

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د اوبو کموالي له امله به د کجکي برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره بنده وي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې د کجکي بند اوبو کچه ډېره ټیټه شوې ده.

هغه وايي چې د برېښنا او کرنې ریاستونو د ګډې هوکړې له مخې به د کجکې بند برېښنا او اوبه د ۴۰ ورځو لپاره بندې وي.

نوموړي زیاته کړه: «که بارانونه وشي او اوبه زیاتې شي نو بېرته به اوبه خوشې او برېښنا به وصل شي خو که اوبه لږې وي نو ۴۰ ورځې به برېښنا غیرفعاله او اوبه به بندې وي.»

د هغه په خبره، څو چې د کجکي برېښنا بېرته فعالېږي، په هر ۲۴ ساعتونو کې به یو ساعت جنراتوري برېښنا د لښکرګاه ښار ته ورکول کېږي څو ښاریان خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم ځیني وختونه د کال په دغه موسم کې د کجکي اوبه د ۴۰ ورځو لپاره بندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کجکې بند له برېښنا د هلمند د خلکو ترڅنګ د کندهار خلک هم استفاده کوي.

Views: 227

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.