کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۶۱ کسان مړه شوي دي.
امریکا غږ نن په یوه راپور کې ویلي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) پرون (د لېندۍ ۲۵مه) ویلي، د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې شاوخوا ۶۱ کسان په کې مړه او ۲۵ نور ژغورل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، د لیبیا لپاره د ایاواېم دفتر په هغې اعلامیه کې چې فرانس پرېس خبري اژانس ته یې استولې راغلي، په دې کښتۍ کې ۸۶ کسان سپاره وو چې په سمندر کې د اوبو څپو لوړېدو له امله چپه شوې ده.
په اعلامیه کې د ژغورل شوو کډوالو له قوله ویل شوي چې دا کښتۍ د لیبیا په شماللوېدیځ ساحل کې ډوبه شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ویلي، په دغو کسانو کې ډېرې ښځې او ماشومان دي چې د نایجریا، ګامبیا او نورو افریقایي هېوادونو اتباع وو.
د کډوالو ادارې ویلي، په کښتۍ کې د ناستو کډوالو له ډلې ۲۵ یې ژغورلي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
سرچینې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې له قوله لیکلي چې د روان میلادي کال له پیل تر اوسه ۱۵۳۰۰۰ کسان د ټونس او لیبیا له لارو ایټالیا ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۶مه هم د لیبیا په سواحلو کې د پناهغوښتونکو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۷۳ کسان مړه شوي وو.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن