کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې ۷۶ سېلابځپلو کورنیو ته کورونه جوړ او ور وسپارل شول.
د دغو کورونو پرانیستې مراسمو کې پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا عباس اخند وویل چې دغو خلکو ته د سېلاب له امله ډېر تکلیف رسېدلی او کورونه یې ویجاړ شوي وو.
هغه وویل چې اوس یادو کورنیو ته ته یوازې خونې جوړې شوې دي خو د ژمي له تېرېدو وروسته به ورته د کورونو احاطې هم جوړې شي.
هغه سېلابځپلو ته ډاډ ورکړ چې په بېلابېلو برخو کې به ورسره نوره همکاري هم وشي.
همدارنګه په دې غونډه کې د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ وویل چې د دغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ اړوند په تکانې سیمه کې سېلابځپلو ته ۷۶ کورونه جوړ شول.
نوموړي وویل چې دغه کورونه د DRC موسسې په همکارۍ جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د هر کور په جوړېدو شاوخوا ۲۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
دغه راز په دې غونډه کې د ډنمارک هېواد د کډوالو ټولنې (DRC) استازي احمدضیا مایار وویل چې دوی د دې سیمې اوسېدونکو ته دوه او درې خونې لرونکي کورونه جوړ کړي دي.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرووف پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې کور ورته جوړ شوی دی خو زیاتوي چې د ځینو خلکو په دوه او درې اتاقه کورونو کې وخت نه تېریږي، باید نور اتاقونه هم ورته جوړ شي.
د یادنې ده، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې د سېلاب راوتلو له امله ۳۰ کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان، سلګونه جریب ځمکه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي وو.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن