کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، هلمند کې د پنځو بېپيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې، یو رنجر موټر او یوه اندازه مرمۍ او ماینونه ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې د پنځو بېپيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې – چې پرزه شوې وې- کشف او ترلاسه کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، نهه فيره د راکټ مرمۍ او اته کړۍ ماينونه هم ترلاسه او په تړاو يې څلور تنه هم نیول شوي دي.
دغه راز، یاد وزارت ویلي چې ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې یو عراده رنجر موټر هم ترلاسه کړی دی.
Views: 336
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن