[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې هېواد یې غواړي د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د اذربایجان بېلا بېلو رسنیو د مرغومي په اتمه خبر ورکړی چې دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف د جمعې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال به د افغانستان په ګډون په درېیو هېوادونو کې خپل سفارتونه پرانیزي.
خو د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې چې دافغانستان له سرپرست حکومت سره د مرکزي اسیا هېوادونو اړیکې مخ په ښه کېدو دي، تېره اونۍ ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره د برېښنا تړونونه تمدید او لاسلیک کړل.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغه تحریم شوو ګروپونو له لېست څخه وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې اړه د قزاقستان سفیر علیمخان یسین ګیلدییف د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې پرمهال دا خبر ورکړی دی.
تکل زیاته کړې چې هغه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسماٌ د هغو تحریم شوو ګروپونو له لېسته وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د سرچینې په وینا، د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یادونه کړې چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هېوادونه باید بېلابېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
[/restrict]
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن