ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانانو ځورونې په اړه د څېړنې امر کړی

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانانو ځورونې په اړه د څېړنې امر کړی

author avatar
30 Dec 2023 - 15:26
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانانو ځورونې په اړه د څېړنې امر کړی
author avatar
30 Dec 2023 - 15:26

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پنجاب صوبې ځايي چارواکو ته امر کړی چې له افغان سوداګرانو او کډوالو سره د غیرعادلانه چلند او ځورونې تورونو په اړه څېړنه وشي.

اکسپرس تریبون ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت مسوولینو له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد ته د ناقانونه کډوالو راګرځولو بهیر کې پولیسو هغوی او قانوني اسناد لرونکي افغان سوداګر ځورولي دي.

د افغانستان سفارت چارواکو په یاده لیدنه کې ویلي، د یاسین او محمدعلي په نوم دوه افغانان چې قانوني اسناد هم لري، د حمید په نوم پاکستاني پولیس له خوا ځورول شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو پر وړاندې چې قانوني اسناد لري د پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې تورونو د څېړلو امر کړی دی.

د یادونې ده، دوو وروستیو میاشتو کې نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په زور ایستل شوي دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.