بامیان (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د باميان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس ملا ګلابالدین ربدوست پژواک خبري اژانس ته وويل، د ١٤ ميليون او ٣٢ زره افغانيو په لګښت د یادو چکډیمونو جوړولو کار تېر مازدیګر پيل شو.
هغه زياته کړه چې دغه چکډیمونه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د دغه ولايت په لومړي نمبر یکاولنګ، شيبر، ورس، دویم نمبر یکاولنګ، کهمرد او سیغان ولسوالیو کې جوړېږي چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په خبره، د يادو چکډیمونو په جوړېدو به د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پياوړې او د کرنې د ودې لامل شي.
بلخوا، د دغو چکډیمونو په جوړېدو به سلګونو کسانو ته د لنډمهال کار زمینه هم برابره شي.
د سيغان ولسوالۍ اوسېدونکي نجف وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د اوبو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدل د دې لامل شوی چې يو شمېر کرنيزې ځمکې له کروندې پاتې شي.
هغه وويل چې د دغو چکډیمونو په جوړېدو به خلکو ته د کار زمینې برابرېدو ترڅنګ په راتلونکي کې د کرنې لپاره هم زمينه برابره شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن