غور (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وايي چې دغه ولایت کې د یوې سراچې چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه ډوله موټر له غور څخه کابل ته په حرکت و.
نوموړي زیاته کړه: «یاد موټر د غور ـ کابل پر لویه لار د ډېر سرعت له امله له سړک اوښتی چې پایله کې یو سړی او یوه ښځه مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.»
د هغه په وینا، له دې پېښې وروسته د غور امنیتي مسوولین د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن