پلعلم (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت یو شمېر اوسېدونکي او بڼوال وایي، د پخوا په نسبت يې سوداګریزو بڼونو جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې او هڅه کوي چې دې برخه کې پانګونه وکړي.
هجرتالله د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې پر خپله دوه جریبه ځمکه یې د انګورو سوداګریز باغ جوړی کړی او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.
نوموړي پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر بڼوالۍ وده کړې او که چېرې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې بڼوالو ته سوداګریز بڼونه جوړ کړي، نو بڼوالي به لا پیاوړې شي.
هغه وړاندیز وکړ چې حکومت دې بڼوالو ته د سوداګریزو بڼونو جوړېدو، حاصلاتو راټولولو، بازار موندنې او د نیالګیو په اصلاح کې اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخوا د لوګر د بڼوالۍ یوه کارپوه علي عباس پژواک ته وویل، لوګر یو کرنیز ولایت دی چې اوبه او هوا یې د سوداګریزې بڼوالۍ لپاره مناسب دي.
هغه وايي، نو په همدې اساس د کرنې او مالدارۍ وزارت او نړۍوالو بنسټونو ته په کار ده چې په دغه ولایت کې د سوداګریزو بڼونو جوړولو برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړی وایي: «دا چې وروستیو وچکالیو د نورو سیمو په څېر د دغه ولایت باغونه هم یو څه زیانمن کړي نو مسؤلینو ته پکار ده چې د کیمیاوي سرې، اصلاح شوو نیالګیو، درملو او همدارنګه د راټول شوو حاصلاتو لپاره په مناسبه بازار موندنه کې له باغلرونکو سره همکاري وکړي.»
بلخوا د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال محمدرفیع ابراهیمي پژواک ته وویل، د کرنې وزارت تازه د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې پر لس جریبه کرنیزه ځمکه سوداګریز بڼونه جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، د دغه باغونو له جوړېدو څخه موخه بڼوالۍ ته وده ورکول دي.
د یادونې ده، دا مهال په لوګر کې د مڼو، زردالو، شفتالو، الو، بادام، چهارمغزو او ګېلاسو لسګونه جریبه باغونه شتون لري او بڼوال یې له همدې لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن