کابل (پژواک، ۱۵مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې ښايي د روان مېلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړي استازي د دغه هېواد ټاس خبري اژانس ته ویلي چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
کابلوف زیاته کړې: «اوس مهال موږ د ملګرو ملتونو د رابللو لپاره د یوې مشخصې نېټې په تمه یو. ټول به هلته د هغه (افغانستان) په اړه خبرې وکړي.»
هغه ویلي چې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ په ۲۰۲۴ کال کې خپل کار ته دوام ورکوي او د روان مېلادي کال په مني کې به هم ترسره شي.
د مسکو فارمټ غونډه په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې پروسې د پرمخ بېولو په موخه جوړه شوې وه چې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه یې غړي دي.
Views: 112
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن