ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

6 Jan 2024 - 17:23
6 Jan 2024 - 17:23

کابل (پژواک ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): تېره اونۍ افغانستان او پاکستان پر ډیورنډ کرښه د احتمالي شخړو پر هواري خبرې وکړې او د دفاع وزارت وویل چې افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان او پاکستان ګډې کمېټې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو پر هواري خبرې وکړې
  • مولوي محمدیعقوب مجاهد: افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي.
  • کابلوف: د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي.
  • مجاهد: افغانستان کې د داعش په اړه ورکړل شوې شمېرې د کاذبو اطلاعاتو پر بنسټ ولاړې دي.
  • له افغانستان سره ۱۶ امبولانسونه، د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او ۴.۲۵ میلیون ډالره مرسته وشوه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، د فاریاب په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د دوو کورنيو په خپلمنځۍ شخړه کې يو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي، ناپېژاندو وسله‌والو د همدغه ولايت په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې يو تن وژلی او د ياد ولايت په بندر ولسوالۍ کې يوه کس ته لومړی زهر ورکړل شوي او بيا زندۍ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند بایللی او دوه کسان نور ټپیان شوي او په همدۍ ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پاکستان ته د افغان پلاوی سفر

تېره اونۍ د کندهار د سرپرست والي ملا محمدشیرین اخند په مشرۍ یو افغان پلاوی اسلام‌اباد ته ولاړ او د چارواکو په وینا، هلته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د تسهیلاتو رامنځته کېدو په تړاو بحثونه وکړل او د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره یې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په اړه خبرې وکړې او جیلاني هم په دغه کتنه له اسلامي امارت سره د ګټور دوه اړخیز تعامل پر دوام ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه به راتلونکې اونۍ کابل ته سفر وکړي.

«افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي»

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون مشر مولوي محمدیعقوب مجاهد تېره اونۍ وویل، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې په شوو بریدونو کې له بهرنیو، په ځانګړې توګه د تاجکستان او پاکستان له اتباعو کار اخیستل شوی چې لسګونه یې وژل شوي او نیول شوي دي.

هغه وویل: «لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي، همدغه راز په دویمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني اتباع ښکېل وو، له شلو زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او «د شریرو او فتنه‌ګرو واقعات» په تېرو ۱۲ میاشتو کې د تېر کال د ۱۲ میاشتو په پرتله ۹۰ سلنه کم شوي دي.

په افغانستان کې د داعشیانو د شتون او فعالیتونو په اړه چې کومې له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصایې او ارقام ورکول کېږي، دا ټول د کاذبو اطلاعاتو پر اساس دي او ملګري ملتونه، په ځانګړې توګه د امنیت شورا د دغو کاذبو اطلاعاتو د تولید ښکار شوي دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته

د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې ښايي د روان میلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

هغه زیاته کړې: «اوس موږ د ملګرو ملتونو د رابللو لپاره د یوې مشخصې نېټې په تمه یو. ټول به هلته د هغه (افغانستان) په اړه خبرې وکړي.»

دغه راز، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیاله سټېفني ټرمبلې ويلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په پام کې لري، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه غونډه په یوه مناسب وخت کې جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مرغومې په اتمه د رایو په اکثریت هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو له خوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و او کېدای شي له مخې یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له امنیت شورا سره په مشوره له افغان حکومت سره د دیپلوماسۍ لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري.

 خو روسیې او چین دغه پرېکړه‌لیک ته رایه ورنه کړه، ویې ویل، ځکه یې دا کار وکړ چې له ا.ا سره له سلا پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.

اسلامي امارت د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري چاره ګڼلې، ویلي یې دي چې افغانستان پیاوړی مرکزي حکومت لري، خپلي داخلي چارې مدیریت کولای شي او هم د بهرني سیاست پر مخ وړلو بشپړه وړتیا لري؛ نو ځکه د ملګرو ملتونو له خوا د موازي ميکانيزمونو جوړول، لکه د ځانګړي استازي ټاکل ورته د منلو نه دي.

د مرستو دوام

د راپورونو له مخې، له افغاني سرې مياشتې سره، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای‌سي‌ارسي) د ۲۰ ميليون افغانیو په ارزښت د ۱۶ امبولانسونو او سعودي عربستان د ۳۵۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کړې او سویس افغانستان کې له زلزله‌ځپلو او له پاکستانه راستنو شوو افغانانو سره  ۴.۲۵ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version