ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د مارجې خلک: که وچکالي دوام وکړي اړ یو خپلې سیمې پرېږدو

13 Jan 2024 - 12:30
13 Jan 2024 - 12:30

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د وچکالۍ له امله یې فصلونه او ۵۰ کلن باغونه وچ شوي او که دغه حالت دوام وکړي اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.

د یادې ولسوالۍ د لېسې بلاک اوسېدونکی نعمت‌الله دلسوز پژواک خبري اژانس ته وویل، که حکومت ورته د کجکې بند له اوبو دې ولسوالۍ ته اوبه ورنه کړي، ځمکې او باغونه یې له حاصله لوېږي او وچېږي.

هغه زیاته کړه: «دا ولسوالي له سختې وچکالۍ سره مخ ده، که چېرې ورته حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، د مارجې خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي، خلک به کډوال شي او دا سمسوره سیمه به په دښتو بدله شي. «

هغه وايي، ژورې څاګانې یې کیندلې خو د ۱۵۰ مترو په ژوروالي سره یوازې دوه اېنچه اوبه ورکوي چې د دوی د فصلونو خړوبولو لپاره بسنه نه کوي.

ورته مهال، د دې ولسوالۍ د لویې څلورلارې سیمې یو اوسېدونکی فیض‌الله فیضان وايي، د پخوا په څېر له کجکي بنده په ډېره اندازه اوبه نه ورخوشې کېږي؛ ځکه خو یې باغونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وايي: «مارجه کې د ۶۰ کلونو ونې وچې شوې او بله لویه ستونزه دا ده چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ښکته شوې ده، لوی علت یې دا دی چې روانې اوبه نشته او ورځ په ورځ د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټیټېږي.»

ورته مهال، د دې ولسوالۍ ولسوال مولوي ګل‌محمد ناظم پژواک خبري اژانس ته وویل، د مارجې د خلکو ستونزې یې په نظر کې نیولې او هڅه کوي چې د حل لار ورته پیدا کړي.

هغه وایي: «لویه ستونزه وچکالي ده، اوبه نشته خو د هلمند د والي په همکارۍ هغه وخت چې خلکو غنم کرل، یو ځل اوبه ورته ورکړل شوې، خو که په راتلونکي کې اورښتونه وشول، دا ستونزه به حل شي.»

بلخوا بیا د هلمند سیندیزي فرعي حوزي رییس حاجي محمدیعقوب قایم بیا وایي، موږ ټولو ولسوالیو ته د اوبو ټاکل شوی حق رسولی دی.

قایم پژواک ته وویل، ټولو ولسوالیو ته په خپله اندازه اوبه ورخوشې کوي خو اوسمهال په کجکي بند کې اوبه کمې شوې چې د اورښتونو له ډېرېدو سره به دا ستونزه بېرته حل شي.

نوموړی وایي: «که د مارجې اوسېدونکي وایي زموږ د اوبو حق کم دی، دا ستونزه د ټولو ولسوالیو د خلکو ده، اصلاً د اوبو کمښت دی، مخکې داسې و چې اوبه به راتلې، موږ د دغه ولایت پر ۵ لکه او ۲۰ زره جریبه ځمکو تقسیم کړې وې، اوس نفوس زیات شوی دی، دښتې ځمکې ابادې شوې دي، اوس مجبور یو چې همدا کمې اوبه پر اوو لکه جریبه ځمکو ووېشو.»

د نوموړپه خبره چې دوی په میاشت کې لس ورځې د هرې ولسوالۍ لپاره اوبه خوشې کوي، خو زیاتوي چې په دې موده کې هم به پشپړه توګه ټولې ځمکې نه شي خړوبولی.

د یادونې ده، د هلمند د ځايي چارواکو په خبره، د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له یو شمېر شمالي ولسوالیو شاوخوا دوه زره کورنۍ اړې شوې خپلې ځمکې پرېږدي او د مرکز لښګرګاه په ګډون نورو ولایتونو ته ګډه شي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version