ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د مارجې کلینیکونو کې د درملو کمښت؛ خلک خپل ناروغان لښکرګاه ته بیايي

7 Jan 2024 - 15:18
7 Jan 2024 - 15:18

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند د مارجې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت سربېره په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان لښکرګاه ښار ته بوځي.

د مارجې د مرکزي بلاک یو اوسېدونکی محمدلعل وايي: «دلته د ناروغانو سمه درملنه نه کېږي، چې هر ډول ناروغي ولري یو پاکټ ګولۍ ورکوي، نور یې تشخیص نه کېږي.»

ورته وخت کې د بلاک ټوسي سیمې اوسېدونکی محمود وايي، د دې ولسوالي ډېر شمېر اوسېدونکي خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکزي کلینیک ته بیایي؛ ځکه په نورو روغتیایي مرکزونو کې درمل نشته دي.

نوموړی وايي: «په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته، مرکزي کلینک ته خلک خپل ناروغان راولي، د ډېر بیروبار له امله یو شمېر خلک ساعتونو- ساعتونو په نوبت کې ولاړ وي، دلته ځیني ناروغان تر بدو لا بدتر شي.»

د نوموړي په خبره، ډېر وخت دوی اړ دي خپل ناروغان مرکز لښکرګاه ته بوځي.

په همدې حال کې د ولسوالۍ د عامې روغتیا امر حاجي بشر وايي، د دې لپاره چې خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي اړتیا ده چې د مارجې روغتیایي مرکزونو ته ارتقا ورکړل شي.

بلخوا د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید که څه هم په مارجه ولسوالۍ کې د درملو د کمښت او روغتیايي خدماتو د ټیټ کیفیت ستونزه په بشپړه توګه نه مني، خو زیاتوي چې په ځینو روغتیایي مرکزونو کې د تېر میلادي کال له پای ته رسېدو سره درمل کم شوي دي.

نوموړي وویل: «کومو موسسو چې په ۲۰۲۳ کال کې روغتیایي مرکزونو ته درمل ورکول، د هغو موسسو برنامې اوس یونیسف ته اوښتې دي، نو په همدې دلیل د ټول هېواد په کچه د درملو کمښت ستونزه رامنځته شوې، بل دا چې په دغه ولایت کې نفوس هم ډېر دی.»

د هغه په خبره، هلمند ته هر کال د عامې روغتیا وزارت له لوري د نفوسو شمېر پر اساس روغتیایي امکانات ورکول کېږي، خو دا چې د دغه ولایت اوسېدونکي برېښنایي پېژندپاڼې نه لري او یا یې هم نه اخلي، اوس ورته یوازې د یو میلیون او ۹۰۰ زره کسانو سهم ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، که په سمه توګه د ولایت په کچه د وګړو سرشمېرنه وشي او بیا ورته په هماغه کچه روغتیایي امکانات ورکړل شي، په راتلونکي کې به له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شي.

د یادونې ده، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه مرکزي روغتیایي مرکز په ګډون ۲۴ لوی او واړه کلینیکونه شتون لري.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version