منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کمښت

۲۳ راپورونه

راپورونه

د لارو خرابوالی او د روغتیايي مرکزونو کمښت؛ د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې

د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، د ولسوالیو مرکزونو ته د ناروغانو د…

فېروزکوه کې د یوه کلي اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو کمښت په ماشومانو کې د ناروغیو ډېرېدو لامل شوی

د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نس‌ناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.

کابل ښار کې د اوبو کمښت؛ ښځې او ماشومان په ډېر کړاو له اوبو ډکې بوشکې تر خپلو کورونو وړي

پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.

شفاجو: روغتیايي برخه کې لویه ستونزه د نسایي ولادي ډاکټرانو کمښت دی چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري

کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې یوه ډاکټره نجم‌السما شفاجو چې د ښځو لپاره د ځانګړي روغتون په جوړولو سره یې لسګونو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، په روغتیايي برخه کې د نسايي ولادي ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه یادوي او وايي چې هر څوک باید د روغتیايي ستونزو د حل برخه کې هڅه وکړي.

اېن‌ارسی: د مرستو کمښت به افغانستان کې میلیونونه کسان زیانمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بې‌ځایه شوو ښځو، نارینه‌‌وو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.  

د عامې روغتیا وزارت: د لېوني سپي واکسین ۷۰ سلنه کمښت لرو

د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.‎

غړي

د خوړو نړۍوال پروګرام د بودجې کمښت له امله د افغانستانه پرېښودو خبرداری ورکړ

د خوړو نړۍوال پروګرام اجرائیوي مدیر ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکې مېلادي میاشتې تېرولو لپاره کافي بودجه نه لري او خبرداری یې ورکړی چې که بودجه ترلاسه نه‌شي کړاي، اړ دی دغه هېواد پریږدي.

د اوبو کمښت ناورین؛ سمنګان کې یو شمېر خلک د څښاک او کرنیزو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګندوي

په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.

غړي

د اوبو د کمښت ستونزه؛ د فاریاب قومي مشران: په دغه ولایت کې به له ډېرو سیمو خلک وکوچېږي

د فاریاب ځيني قومي مشرانو په دغه ولایت کې د څښاک او کرنیزو اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که د دهندرې بند کارونه بېرته پیل نه شي، خلک به له میمنې ښار او ځینو ولسوالیو څخه کوچېدو ته اړ شي.

غړي

«په هېواد کې د درملو د کمښت لامل د اجازه‌لیکونو خلاف د هغو واردات دي»

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د درملو توريدي شرکتونو يواځې د ۴۷ ميليونو ډالرو په ارزښت ۳۱۵۵ قلمه درمل او روغتيايي محصولات هېواد ته وارد کړي چې دغه چاره په هېواد کې د درملو د کمښت لوی لامل دی.