ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښوونځي د مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي

د بلخ ښوونځي د مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي

author avatar
20 Dec 2022 - 15:27
د بلخ ښوونځي د مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي
author avatar
20 Dec 2022 - 15:27

مزارشریف (پژواک، ٢٩ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ کې د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې درسي بهير زيانمن شوى دى.

دوی ټینګار کوي چې د درسي بهیر پیاوړتیا په موخه باید د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د باختر لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکي نديم پژواک اژانس ته وويل چې د کتابونو نشتوالي له امله سږ کال یې سمې زده‌کړې نه دي کړې.

ندیم وایي، دوی د ټولو کتابونو په ځانګړې توګه د ساینسي کتابونو لکه فزیک، کیمیا، بیولوژي او ریاضي له کمښت سره مخ دي.

دغه‌راز يو بل زده‌کوونکی فردوس هم په ښوونځي کې د مسلکي استادانو او کتابونو له کمښته شکایت لري.

فردوس له حکومته وغوښتل چې د کتابونو ورکړې او د مسلکي استادانو ګومارنې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه يو بل زده‌کوونکى ١٤ کلن سير وايي: «پلار مې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوى دى، زه خپله کتابونه نه شم اخيستلى او په مکتب کې راته ټول کتابونه نه راکوي.»

په ورته وخت کې، د ترابي ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکي توحید پژواک ته وويل چې د کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالي درسي بهير اغېزمن کړى دى.

هغه وايي: «کله چې موږ مسلکي استادان او درسي کتابونه ونه ولرو، څنګه به درس زده کړو او څنګه به کانکور کې کامياب شو.»

په همدې حال کې، د بلخ د ښوونځیو یو شمېر ښوونکي هم د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي ستونزه يادوي.

د بلخ د باختر عالي لېسې يوه ښوونکي عظیم ضیا پژواک ته وويل، ډېری ښوونځي د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دي.

هغه زياتوي، ځیني هغه ښوونکي چې په ټولنیزو برخو کې یې زده‌کړې کړې دي، ساینسي مضامین تدریسوي.

نوموړی دغه‌راز وایي چې ډېری زده‌کوونکي اقتصادي ستونزې لري او له بازاره د درسي کتابونو پېرلو وس نه لري.

هغه له حکومت او مرستندويه ټولنو په ياده برخه کې د همکارۍ او جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

همدرانګه په بلخ کې د ماشومانو د ښوونې برخې يوه کارپوه ذبیح‌الله شینواري پژواک ته وويل چې د زده‌کوونکو د تعليم په برخه کې د مسلکي استادانو او درسي موادو شتون ډېر مهم دي.

هغه وایي: «زده‌کوونکي بايد مسلکي معلم، درسي مواد او ښوونځى ولري؛ که یو هم کم وي نو بيا سمې زده‌کړې نه شي کولاى.»

بل لورته، د بلخ د پوهنې رياست مسوولين هم تر ډېره يادې ستونزې مني.

د بلخ د پوهنې ريیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل وایي، د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالي نه یوازې په بلخ، بلکې ټولو ولايتونو کې ستونزې جوړې کړې دي.

دی زیاتوي، حکومت هڅه کوي چې د راتلونکي ښوونیز کال لپاره د شمالي ولایتونو ښوونځیو ته شاوخوا ۲۷ میلیون درسي کتابونه ورکړي، څو په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.

نوموړی دغه‌راز وایي، هڅې روانې دي څو په نوو ګومارنو کې تر ډېره د ښونځيو لپاره مسلکي کسان وګومارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د يو شمېر نورو ولايتونو زده‌کوونکو هم د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت په تړاو شکايتونه کړي دي.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.