ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: لوګر کې دولتي روغتونونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي

مسوولین: لوګر کې دولتي روغتونونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي

author avatar
3 Jul 2023 - 16:22
مسوولین: لوګر کې دولتي روغتونونه د درملو له جدي کمښت سره مخ دي
author avatar
3 Jul 2023 - 16:22

پل‌علم (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پل‌علم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول فهیم‌الله لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ولایتي (نایب امین‌الله خان لوګري) روغتون په ګډون ټول روغتیايي مرکزونه د درملو کمښت له ستونزې سره مخ دي.

لودین زیاته کړه، په روغتونونو کې د درملو کموالى جدي ستونزه ده چې په اړه يې د عامې روغتيا له وزارت او نړۍوالو موسسو سره خبرې شوې دي.

بلخوا په پل‌علم یوه ناروغ‌لرونکي کریم‌الله پژواک ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې ناروغ په ولایتي روغتون کې بستر دى خو درمل يې تر اوسه ټول له بازاره پېرلي دي.

نوموړی زیاته کړه، ډاکټرانو ورته ویلي چې په ولایتي روغتون کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې هیڅ درمل نشته او بايد له بازاره يې واخلي.

د محمداغې یوه اوسېدونکي احمد مصور پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د شهید شفیق‌الله لودین ۵۰ بستریز روغتون کې هم له تېرې یوې میاشتې راهیسې درمل خلاص شوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د عامي روغتیا پر وزارت او اړوندو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ چې د لوګر دولتي روغتونونو کې د درملو د کمښت ستونزه هواره کړي.

د لوګر په دولتي روغتونونو کې په داسې حال کې درمل کم شوي چې د دغه ولایت د روغتیا ریاست اړوند مسوولین وایي چې په دې وروستيو کې دولتي روغتونونو ته د ناروغانو مراجعه ډېره شوې ده.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.