ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک او مسوولين: د بلخ حوزوي روغتون د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی

خلک او مسوولين: د بلخ حوزوي روغتون د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی

author avatar
18 Dec 2022 - 11:40
خلک او مسوولين: د بلخ حوزوي روغتون د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی
author avatar
18 Dec 2022 - 11:40

مزارشریف (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

د دوی په وینا، دغه روغتون چې پخوا یې ۴۰۰ بسترونه درلودل او اوس یې ۸۵۰ بسترونو ته ارتقا کړې ده، دا مهال د ډاکټرانو او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی او نه شي کولای چې په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون د داخلې څانګې مسوول ډاکټر عبدالوحید یوسفي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه روغتون پخوا ۴۰۰ بسترونه درلودل او اوس یې ۸۵۰ بسترونو ته ارتقا کړې، خو تشکیلات یې د پخوا په کچه دي.

هغه زیاتوي، دا مهال دغه روغتون په بېړنۍ توګه ډاکټرانو او خدماتي پرسونل ته اړتیا لري او له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ابوعلي سینا بلخي روغتون د اورتوپیدي څانګې د شف سرویس ډاکټر خواجه نورمحمد فیض هم په دغه روغتون کې د ډاکټرانو کموالی یوه لویه ستونزه ګڼي او وایي چې دغه روغتون ته له شاوخوا ۹ ولایتونو څخه ناروغان مراجعه کوي.

د نوموړي په وینا، د یاد روغتون هر ډاکټر د کار په موده کې لسګونه ناروغان معاینه کوي چې هیڅ ډاکټر د دغه فشار زغملو وس او توان نه لري او ښایي پر رواني ناروغیو هم اخته شي.

د یاد روغتون آمر ډاکټر محمداشرف روان هم وایي چې د روغتون تشکیلات له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په یوه حالت کې پاتې دي او کوم بدلون په کې نه دی راغلی.

هغه وایي، په ورځنۍ توګه دغه روغتون ته نږدې ۳۰۰۰ ناروغان مراجعه کوي او ورځ تر بلې یې د بسترونو شمېر هم زیاتېدونکی دی، خو د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دي.

بلخوا، په دغه روغتون کې ناروغ‌لرونکي هم ادعا کوي چې د ډاکټرانو کمښت له امله ناروغانو ته یې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی دادمحمد وایي، په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر ډېر دی خو ډاکټران کم دي.

سید عزیز چې د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته راغلی وایي، په روغتون کې ډاکټران کم دي او دا ستونزه د دې لامل شوې چې ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه ونه شي.

په ورته مهال، د اړوندې موضوع په اړه د بلخ د عامې روغتیا ريیس ډاکټر نجیب‌الله توانا هم مني چې د دغه روغتون تشکیلات شل کاله وړاندې جوړ شوي او تر اوسه په کې بدلون نه دى راغلى.

خو هغه ډاډ ورکوي چې راتلونکي کال ته به د یاد روغتون د ډاکټرانو او خدماتي پرسونل شمېر دوه برابره لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون یو شمېر ډاکټران بهر ته کډوال شوي او څو تنه یې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي هم دي.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.