ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: د لېوني سپي واکسین ۷۰ سلنه کمښت لرو

د عامې روغتیا وزارت: د لېوني سپي واکسین ۷۰ سلنه کمښت لرو

author avatar
19 Jan 2024 - 09:07
د عامې روغتیا وزارت: د لېوني سپي واکسین ۷۰ سلنه کمښت لرو
author avatar
19 Jan 2024 - 09:07

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.‎

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې له دغه وزارت سره د لېوني سپيانو داړلو ۱۵۹۰۶ پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې یې په کابل کې دي.

سرچینه زیاتوي چې د ثبت شوو پېښو له ډلې څلور کسان مړه شوي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د لېوني سپیانو داړلو شاوخوا ۱۲ زره پېښې ثبت شوې وې.

د یاد وزارت مسوولین وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د هېواد په کچه د لېوني سپيانو داړلو پېښې مخ په ډېرېدو دي، خو د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) له لوري مرسته شوی واکسین بسنه نه کوي.

ایا د لېوني سپي ویروس (ربیس) خطرناک دی؟

د عامې روغتیا وزارت د زونوسیس ناروغیو د کنټرول برخې مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزی وايي، د لېوني سپي ناروغي یوه ویروسي، ساري او زونوسیس (د انسان او حیواناتو ګډه) ناروغي ده چې د حاد مغزي التهاب لامل کېږي. دغه ویروس کولای شي د انسان په ګډون د ګرمې وینې درلودونکي ټول حیوانات ناروغ کړي.

د هغه په خبره، ویروس پر دې ناروغۍ د اخته حیوان د لاړو له لارې له داړل شوي ځایه د کس بدن ته دننه کېږي، په عضلاتو کې انتهايي اعصابو ته ځي او هلته وده کوي او ډېرېږي.

هغه وویل چې تبه او سردردي د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې دي، خو کله چې دغه ناروغي ډېره شي، نو ناروغ کس له رڼا، اوبو او باد څخه ویریږي چې بالاخره تر لسو او یا هم له لسو په کمو ورځو کې ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د لېوني سپيانو داړلو پېښو ۱۴ سلنه ډېرېدل

ډاکتر فخرالدین ستانکزی وايي چې د سږ کال په لومړیو دوو ربعو کې د لېوني سپيانو داړلو پېښې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېرې شوې دي.

د سرچینې معلوماتو پر بنسټ، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد په کچه د لېوني سپيانو داړلو ۱۵۹۰۶ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دغه پېښې ۱۲۰۰۰ ته رسېدې.

ستانکزي وویل، په ثبت شوو شمېرو کې ۲۳۳۷ ماشومان، ۲۹۸۰ ښځې او پاتې نور نارینه شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په تېر ټول کال کې په ټولیز ډول د سپيانو داړلو ۳۳۰۸۹ پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه راپور پر بنسټ، ربیس یوه ویروسي ناروغي ده چې په واکسین سره یې مخنیوی کېدای شي، دغه ناروغي په ۱۵۰ هېوادونو کې شته چې هر کال په ټوله کې، په ځانګړي ډول اسیا او فریقا کې د لسګونه زره کسانو د مړینې لامل کېږي چې ۴۰ سلنه یې له ۱۵ کلونو کم‌عمره ماشومان جوړوي.

کابل کې د سپیانو داړلو ۵۲۰۷ پېښو په درلودو سره د جدول په سر کې ځای لري

د ډاکټر ستانکزي د معلوماتو له مخې، د سږ کال په دوو ربعو کې د ثبت شوو پېښو له ډلې، کابل د ۳۶۴۷ پېښو په لرلو سره په جدول کې‎ لومړی، هرات د ۱۴۵۳ پېښو په لرلو دویم، ننګرهار د ۹۶۰ پېښو په درلودو درېیم، خو جوزجان د دوو، لوګر د ۳۰ او سمنګان د ۳۲ پېښو په درلودو تر ټولو کمې پېښې لري.

سرچینه وایي چې پاتې پېښې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

هغه وویل، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دې ناروغۍ له امله ۴۰ کسان مړه شوي چې دوه یې په کابل، یو په بغلان او یو بل په پکتیا کې وو.

«د اړتیا وړ څه باندې ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نشته»

ډاکټر ستانکزی وايي چې عامې روغتیا وزارت مخکې د لېوني سپیانو له خوا د داړلو شوو د واکسین لپاره ځانکړې بودجه درلوده.

خو هغه زیاته کړه: «له بده مرغه د اوس لپاره ځانګړې بودجه نشته، له همدې امله مو له ډبلیواېچ‌او (د روغتیا نړۍوال سازمان) وغوښتل چې له موږ سره مرسته وکړي او فعلاْ هم یوه اندازه مرسته کوي.»

د هغه په وینا، سږ کال یې د روغتیا له نړۍوال سازمانه ۱۶ زره ویاله د لېوني سپي واکسین پېرلی چې مرکز او ولایتونو ته وېشل شوی خو د اټکل له مخې، شاوخوا ۵۴ زره ویاله نور واکسین ته اړتیا ده.

کابل کې د انتاني روغتون واکسیناتور محمدفرید واثق وايي، د ورځې شاوخوا ۱۰۰ د سپي داړلو پېښې په دغه روغتون کې ثبتیږي چې له دې ډلې ۳۵ پېښې تازه او پاتې نور هغه کسان دي چې د دویم او درېیم پړاو واکسین تطبیق لپاره دغه روغتون ته ورځي.

نوموړی وايي، په دغه روغتون کې ډېری ناروغان د کابل ښاریان دي او کم شمېر یې له نورو ولایتونو مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه: «په دغه روغتون کې کافي واکسین نشته، موږ څلو دوزه واکسین ورکوو او که څوک سخت ټپي شوی وي نو هموګلوبین سیروم ورکوو او یو دوز تیتانوس واکسین هم ورکوو.»

د ربیس ناروغۍ په اړه دې د پوهاوي پروګرامونه ډېر شي

د عامې روغتیا وزارت د زونوسیس ناروغیو د کنټرو مسوول وویل، هڅه کېږي څو د عامې روغتیا، کرنې، لوړو زده‌کړو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ملې ادارې ګډه یوه کمېټه چې مخکې جوړه شوې، خلکو ته د بېلابېلو ناروغیو، په ځانکړې توګه د ربیس (لېوني سپي) ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

ستانکزی وايي: «په ساري ناروغیو، په ځانګړې توګه ربیس ناروغۍ کې مهمه موضوع دا ده چې باید د جوماتونو، رسنیو او له نورو لارو خلکو ته پوهاوی ورکړل شي چې خلک وکولای شي له لېوني سپي ځان وساتي څو د سپيانو داړلو پېښې کمې شي.»

د ډاکټرانو سپارښتنه

ډاکآر ستانکزی سپارښتنه کوي: «کله چې لېوني سپی، پشي او اسمان څکالی څوک وداړي، باید ژر تر ژره داړلی ځای ۱۵ تر ۲۰ دقیقې پورې په پاکو اوبو او صابون ومینځي او وروسته نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي څو د لېوني سپي واکسین ورته تطبیق شي.»

دغه راز د کابل انتاني روغتون کې ټرېنر ډاکتر عادل نیرومند سپارښتنه وکړه: «د مشکوک حیوان، په ځانکړي ډول د لېوني سپي له لوري داړلو په صورت کې باید زخم په پاکو اوبو او صابون ومینځل شي او داړل شوی کس ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.»

د هغه په خبره، دغه یوه وژونکې ناروغي ده او که داړل شوی کس د نښو نښانو له ښکاره کېدو مخکې روغتیايي مرکز ته ونه لېږدول شي، دغه ویروس عصبي سیسټم ته داخلېږي او د کس د مړینې لامل ګرځي.

دی وايي، د دې ناروغۍ لپاره دوه ډوله واکسین شته چې هر کس یې باید پنځه پړاوه تطبیق کړي څو خوندي پاتې شي.

هغه وايي، که کوڅه‌‌ډبي سپي له منځه یووړل شي، کورني حیوانات واکسین شي، ماشومان له حیواناتو لرې وساتل شي، قصابان د غوښې ټوټې د کثافاتو په سطلونو کې واچوي او خلک خراب خواړه په کوڅو کې ونه غورځوي، تر ډېره بریده د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي.

خلک د لېوني سپيانو داړلو برخه کې د خدمتونو له وړاندې کېدو خوښ دي

پنځلس کلن محمد چې د کابل له خیرخانې سیمې د واکسین لګولو لپاره انتاني روغتون ته راغلی وايي چې په کور کې سپی ساتي.

هغه زیاته کړه: «دا دویم ځل دی چې سپي داړلی یم، ډاکټر ته راغلم او دویم ځل مې دی چې واکسین کېږم، دوه ورځې مخکې سپي داړلی وم.»

په همدې حال کې، د شکیلا په نو یوه ښځه چې ۱۳ کلن زوی یې د ربیس واکسین تطبیق لپاره انتاني روغتون ته راوستلی و، وویل: «زه کور کې نه وم، زوی مې ډوډۍ خوړله چې زموږ د کور د څښتن سپی راغلی او زما زوی یې په لاس داړلی و.»

هغه د کابل ښار په انتاني روغتون کې د لېوني سپيانو له خوا داړل شوو ته د خدمتونو له وړاندې کولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېږي.

د میدان‌وردک اوسېدونکی احمدشاه وايي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې د کورنۍ پنځه ماشومان چې په کوڅه کې یې لوبې کولې، د یوه لېوني سپي له لوري داړل شوي او ټول یې ټپیان کړي وو.

هغه زیاته کړه: «الحمدالله موږ خپل ماشومان ژر تر ژره د میدان‌ښار روغتیايي مرکز ته ولېږدول، ډاکټرانو خدمات وړاندې کړل او واکسین یې ورته تطبیق کړ.»

خلک د کوڅه‌ډبو سپیانو د له منځته وړو غوښتنه کوي

د کابل ښار د خیرخانې کوتل اوسېدونکي شروش وویل، که څه هم د کابل ښاروالۍ فعالیت له امله د کوڅه ډبو سپیانو شمېر کم شوی، خو په بشپړ ډول نه دي ټول شوي.

هغه زیاته کړه، په هغه سیمه کې چې دی اوسېږي، ډېری وخت د شپې او ځیني مهال د ورځې له لوري کوڅه‌ډبي سپیان لیدل کېږي چې د سیمې اوسېدونکو ته لوی کواښ دی.

هغه له ښاروالۍ غواړي چې دغه ډول سپیان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ټول کړي.

په ورته مهال، د کابل د بتخاک سیمې اوسېدونکی شېرعلي هم ورته شکایت کوي او وايي: «موږ په خپله سیمه کې د سپیانو له موجودیته پتنګ یو؛ ځکه بیخي ډېر دي، کله چې ماشومان ښوونځي ته ځي، موږ اندېښمن وو چې ویې نه داړي؛ ځکه چې امکان لري منځ کې یې لیوني سپیان هم وي.»

د هغه په وینا، یوه میاشت مخکې ښاروالۍ ټول دغه سپیان ټول کړي وو، خو اوس هم په کوڅو کې شته چې ځايي خلک یې اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې ټول دغه سپي د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ټول کړي؛ ځکه دلته ډېری شپیان له نورو سیمو راوړل کېږي او موږ ډېر ورسره په تکلیف یو.»

د مسوولینو ځواب

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې کابل ښاروالي د کوځه ډبو سپیانو ټولولو برخه کې ځانکړي پروګرامونه لري، د سږ کال له پیله تر اوسه ۱۲ زره سپیان واکسین او څه باندې لس زره نور عقیم شوي دي.

هغه زیاته کړه: «عقیم کول داسې دي چې د ښځینه سپیانو رحم ترې ایستل کېږي او نارینه سپیان هم عقیم کېږي چې نور نه شي کولای نسل تولید کړي.»

د هغه په خبره، کابل ښاروالي یو پروګرام په پام کې لري، که ثابته شي چې کوم سپی د لېونتوب وریروس لري او د درملنې قابلیت ونه لري، هغه له منځه وړل کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه راپور ورکړل شي چې په سیمو کې سپیان خلک ځوروي، هغه سپیان راټولېږي، اوس مهال د کابل ښاروالۍ ټوله پاملرنه دا ده چې د کوڅه‌ډبو سپیانو زیاتېدل بېخي کنټرول شي او په ورته وخت کې د امن کمربند چې د کابل ښار شاوخوا ته جوړ شوی نور هم قوي شي.»

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.