پلعلم (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې یې هغه څلور کسان نیولي چې فېسبوک او واټسپ کې یې د نجونو په نوم ادرسونه لرل او له خلکو به یې پیسې اخیستې.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، نیول شوي کسان د لوګر اصلي اوسېدونکي دي او له ډېر وخت راهیسې یې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسان تېر ایستل.
انس زیاته کړه، یادو کسانو په تېره یوه میاشت کې له خلکو د ۵۰ زره افغانیو په ارزښت کریډېټ کارتونه ترلاسه کړي وو.
نوموړي زیاته کړه: «پولیسو تېره اونۍ په پلعلم ښار کې څلور داسې ځوانان نیولي چې په فېسبوک، انسټاګرام او واټسپ کې د نجونو په نوم اکونټونه لرل او له خلکو یې پيسې ترلاسه کولې، دا کسان به ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.»
ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم د یادو کسانو پر نیول کېدو خوښ دي او غوښتنه کوي چې باید قانوني چلند ورسره وشي.
Views: 515
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن