پلعلم (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د «سرخاب» اوبو بند رغولو چارې پیل شوې.
د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یاد بند بیارغونې چارو د پيل مراسمو کې وویل، د لوګر په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو لسګونو لویو او وړو بندونو جوړولو او بیارغونې چارې روانې دي چې سلګونه کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د لوګر سرخاب اوبو بند بیارغونې رسمي چارې نن پیل شوې چې په جوړېدو به یې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. په پام کې ده چې ورته پروژې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم عملي شي.»
ورته مهال، د یاد ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، د سرخاب اوبو بند د کرنې او بڼوالۍ برخه کې ځانګړی ارزښت لري او زیاته یې کړه چې د دې ولسوالۍ خلک باید د یادې پروژې پلې کولو او ساتنه برخو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د لوګر سیندیزې حوزې رییس مولوي محمداسمعیل اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بند چې د ۹ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي په رغول کېږي چې چارې به یې د پنځو میاشتو موده کې بشپړې شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد بند د هېواد د پخواني پاچا شاه امانالله خان واکمنۍ پر مهال جوړ شوی چې په بیارغېدو سره به یې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د یادونې ده، شاوخوا یوه میاشت مخکې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې هم د اوبو یوه بند بیارغولو چارې پیل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن