ترینکوټ (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): اروزګان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ګېزاب ولسوالۍ اړوند کمرک سیمې ته چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ په کې اوسېږي وروسته له ۴۰ کلونو پلې لار جوړ شوه.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له ولسوالۍ څخه تر یادې سیمې د اته کیلومتره لارې یوه برخه چې۴۰ کاله وړاندې د هلمند سیند اوبو له منځه وړې وه او د سیمې خلک یې له ستونزو سره مخ وو، تازه یې ورته د غره پر سر یوه پلې لار جوړه کړې ده.
هغه زیاتوي، د لارې نشتون له امله د یادې سیمې خلک اړ وو چې د ولسوالۍ مرکز ته د تګ لپاره له زانګويي پل او یا هم کوچنیو کښتیو څخه ګټه واخلي.
ورته وخت کې د دې سیمې خلک هم خوښ دي چې په لومړي ځل یې له ولسوالۍ سره نښلېدونکې یوازېنۍ لاره جوړه شوه.
د کمرک سیمې یو اوسېدونکی محمد سلیم وايي، د ژمي په موسم کې د اوبو له ډېرېدو سره به د ولسوالۍ تر مرکزه راتګ هم ورته یو لوی ګواښ و.
هغوی له حکومته غواړي چې د نقلیه وسایطو د تګ راتګ لپاره دې هم لار چمتو او په اساسي ډول ورغوي.
د یادونې ده، د ګېزاب ولسوالۍ د کچکول سیمې اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي او زیاتوي چې په ژمي موسم کې د اورښتونو له امله هر کال د دې سیمې لار د شپږو میاشتو لپاره تړل کېږي.
Views: 185
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن