ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د اندړو ولسوالۍ خلک د خپلو نجونو لپاره د ښوونځیو جوړېدو غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو قومي مشران او دیني علمان وايي په سیمو کې یې یو ښوونځی هم شتون نه‌ لري.

هغوی وايي چې د ملا ګلان، جوی‌چهار، جوی‌پنج، جوی‌شش، علي‌جان، عليزي، سورکي، سرده او نورو سیمو په شاوخوا سل کلیو کې نږدې ۳۰زره ماشومان، نجوني او هلکان د ښوونځیو نشتون له امله له زده‌کړو پاتې دي.

یوه قومي مشر عثمان غني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېرو دوو لسیزو کې یې ډېره هڅه کړې چې په خپله سیمه کې ماشومانو ته ښوونځي جوړ کړي، خو د جګړو له امله یې تر اوسه دغه ارمان نه دی پوره شوی.

ورته مهال، د جوی‌چهار سیمې یو قومي مشر غلام حیدر وايي، پخوا به خلکو د بېلابېلو لاملونو له مخې نه غوښتل چې ماشومانو یې ښوونځيو ته لاړ شي، خو اوس چې هغه ستونزې حل شوي، حکومت دې ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

د یادې ولسوالۍ یوه دیني عالم ملا غني پژواک ته وویل، د دوی په سیمه کې هیڅ ډول بنسټیز کار نه دی شوی او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي.

بلخوا د غزني د پوهنې ریاست مسوولین هم د اندړو ولسوالۍ د خلکو ستونزي مني، خو زیاتوي چې دا یوه هېوادشموله ستونزه ده.

د یاد ریاست د مطبوعاتو مسوول قاري صبغت‌الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ د یادو سیمو ډېر شمېر خلک له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي چې لامل یې د تېرو کلونو جګړې او د مخکني حکومت د چارواکو نه پاملرنه ده.

د یادونې ده، په یاده ولسوالۍ کې یوه ډله رضاکاره ځوانانو په خپل شخصي لګښت یو شمېر ماشومانو ته د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره کړې چې په وینا یې، د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version