ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د زنخان قومي مشران له حکومته د دې ولسوالۍ ماشومانو ته ښوونځي غواړي

د غزني د زنخان قومي مشران له حکومته د دې ولسوالۍ ماشومانو ته ښوونځي غواړي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): د غزني د زنخان یو شمېر قومي مشران په دې ولسوالۍ کې زده‌کړو ته د ماشومانو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او ښوونځي دې ورته جوړ کړي.

د زنخان یوه قومي مشر حاجي حضرت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېرو دوو لسیزو کې یې ډېرې هڅې وکړې چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي جوړ شي خو د جګړو او نورو ستونزو له امله دغه کار ونه شو.

هغه زیاتوي، زنخان ولسوالي تر ۱۰۰ ډېر کلي لري او له ۳۰ تر ۴۰ زره پورې ماشومان یې له زده‌کړو بې برخې دي او بې‌برخلیکه ګرځي.

نوموړی د خپلې سیمې ماشومانو راتلونکې ته اندېښنه ښيي او وایي، که یې زده‌کړو ته پاملرنه ونه شي، د جهل په تیارو کې به لوی شي.

دغه راز یو بل قومي مشر سیدالرحمن وايي، پخوا خلک لېوال نه وو چې پر خپلو ماشومانو زده‌کړې وکړي خو اوس یې د ماشومانو زده‌کړو ته پام ډېر شوی او غواړي ښوونځي ورته جوړ شي.

هغه زیاته کړه، د دوی سیمو کې د تېرو نظامونو له خوا د زده‌کړو برخه کې هیڅ کار نه دی شوی خو زیاتوي، دا د حکومتونو مسوولیت چې ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

ورته مهال د غزني د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې زنخان ولسوالۍ ته د زده‌کړو برخه کې هیڅ کار نه دی شوی او لامل یې جګړې او د تېرو حکومتونو نه پاملرنه بولي.

د غزني پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول صبغت‌الله احمدي پژواک ته وویل: «د زنخان ولسوالۍ د خلکو دغه ستونزې به له مرکزي ادارې سره شريکې کړي څو د دې سیمې ښوونيز بهير ته پاملرنه ډېره شي.»

هغه دغه راز وايي، د ښوونځيو او د ښوونځيو ودانیو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی د پوهنې برخې هغه ستونزې دي چې نه یوازې غزني، بلکې ډېر ولایتونه ورسره مخ دي.

زنخان د غزني ښار شمال‌ختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته غرنیزه ولسوالي ده چې تر سل ډېر کلي لري او په ټوله ولسوالي یوازې دوه ښوونځي فعال دي.

د یادونې ده، د زنخان ترڅنګ د غزني د لرو پرتو ټولو ولسوالیو خلک شکایت کوي چې د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي او له حکومته غوښتنه کوي چې خدمات ورته وړاندې کړي.

Views: 86

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.