کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲) د افغانستان بانک سبا د سلواغې په دویمه نېټه ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښته کېږي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
یاد بانک د تېرې مرغومې میاشتې په ۲۶مه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
Views: 114
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن