ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سریلانکا ته ورسېده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سریلانکا ته ورسېده

author avatar
31 Jan 2024 - 11:19
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سریلانکا ته ورسېده
author avatar
31 Jan 2024 - 11:19

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا  پر وړاندې سیالیو په موخه دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل، ملي لوبډله پرون له متحده عربي اماراتو سریلانکا وخوځېده او بېګا ناوخته د دغه هېواد پلازمېنې کولمبو ښار ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه چې د کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي په موخه اماراتو ته تللې وه او هلته یې تمرینات ترسره کړل.

دغه راز، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ټېسټ لوبه د راتلونکې جمعې ورځ (د فبرورۍ دویمه) په کولمبو ښار کې پیلېږي.

د یادونې ده، افغانستان به له ټېسټ‌لوبې وروسته د راتلونکې فبرورۍ په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه یو ورځنۍ لوبې او ورپسې به د شل اوریزو نړۍوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټو ترسره کړي.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.