ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مهدي: مېرمنې مې له دې امله چې د خپل واده پور ادا کولو لپاره ایران کې مسافر یم، طلاق غوښتی

شبرغان، بامیان (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.

ولور هغه اندازه پیسې دي چې د ناوې کورنۍ یې د زوم له کورنۍ اخلي؛ دغه دود له پخوا راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شته او دغه کار له واده وروسته ډېرې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د یادونې ده چې اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نجلۍ کورنۍ د زوم له کورنۍ تر څه باندې لس لکه افغانۍ هم اخلي.

ولورځپلي

د بامیان اوسېدونکي ۲۵ کلن مهدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پنځه کاله مخکې یې په خپله سیمه کې له یوې نجلۍ سره کوژده وشوه خو د خسر کورنۍ یې د لس لکه افغانۍ ولور غوښتنه ترې کړې وه.

هغه زیاته کړه: «هره ورځ مې خسر زموږ کور ته خلک رالېږل چې یا راشه واده وکړه یا زما لور پرېږده چې بل چا ته یې ورکړم، نو زه هم اړ شوم چې پور وکړم.»

هغه چې بزګري یې کوله، وویل چې د لس لکه افغانیو ورکول اسان کار نه و، له همدې امله یې واده پنځه کاله وځنډېد خو ونه توانېد چې د ټاکل شوي ولور پیسې پیدا کړي، بالاخره اړ شو له یوه خپلوان څخه پیسې پور کړي او واده وکړي.

هغه زیاته کړه: «له واده وروسته پوروړي هره ورځ زموږ دروازه راټکوله، پیسې یې غوښتې، له همدې امله اړ شوم چې له واده دوه میاشتې وروسته کور پرېږدم او د کار لپاره ایران ته ولاړ شم.»

هغه چې اوس په ایران کې د پلاستیک جوړولو یوه کارخونه کې کار کوي وايي: «له یوې خوا دلته سخت کار او بلخوا هره ورځ مې مېرمن زنګ وهي چې که بېرته کور ته رانه شې طلاق اخلم، ډېر اندېښمن یم چې څه وکړم، که افغانستان ته لاړ شم، قرضدار دروازې ته راځي او که لاړ نه شم ژوند مې بربادیږي.»

د مهدي په وینا، فکر یې کاوه له واده وروسته به ارام ژوند ولري، خو اقتصادي ستونزو او تقدیر یې ژوند بدل کړ، اوس د راتلونکي لپاره اندېښمن دی.

هغه چې د اته‌کسیزې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی زیاتوي چې د میاشتې ۱۰ زره افغانۍ معاش اخلي، یوه اندازه یې بامیان کې خپلې کورنۍ ته ورلېږي او پاتې پوروړي ته ذخیره کوي.

خو دا یوازې مهدي نه دی چې لوړ ولور یې ژوند سخت کړی، بلکې نور ځوانان هم شته چې تر اوسه مجرد ګرځي او یا هم ځیني له روغتیایي ستونزو سره مخ شوي دي.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی ۴۲ کلن محمدحامد (مستعار نوم) چې تر اوسه یې واده نه دی کړی وايي، لس کاله مخکې یې هغې نجلۍ ته چې مینه یې ورسره درلوده، مرکه ور ولېږله خو د نجلۍ کورنۍ ډېر ولور وغوښت.

هغه چې په لاسي کراچۍ کې ترکاري پلوري وویل: «له کومې نجلۍ سره مې چې مینه درلوده، د پکتیا وه، کورنۍ یې د لس لکه ولور، د پنځه لکه افغانیو په ارزښت د سرو زرو او د واده مراسمو په ښه ډول ترسره کولو غوښتنه  وکړه چې ما یې وس نه درلود، نو تر اوسه مجرد یم.»

نوموړی د واده له لوړ لګښته شکایت لري او له کورنیو غواړي څو داسې ناوړه دودونه چې د ځوانانو ژوند له بربادۍ سره مخ کوي، ونه پالي او د ودونو مراسم ساده ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نجونې هم له دغه دوده شکایت لري او وايي، برخلیک يې نامعلوم دی.

د نیمروز یوه اوسېدونکې ۲۵ کلنه ګلثوم «مستعار نوم» وايي، پنځه کاله مخکې کوژدنه شوې خو له دې امله چې کورنۍ یې پر کوژدن ۵۰۰ زره افغانۍ ولور ایښی و، واده یې نه دی کړی او اوس هم د پلار په کور کې ژوند کوي.

هغې زیاته کړه: «ولور مې ۵۰۰ زره افغانۍ و، کوژدن مې د دغو پیسو وس نه درلود، له همدې امله څو ځلې ایران ته ولاړ چې کار وکړي، یو ځل له مرزه بېرته راوګرځول شو خو بیا په قاچاقي لار ولاړ، تهران کې کار کوي، دومره موده کې یې چې څومره پیسې ګټلې، اېله یې پرې دوا واخیسته؛ ځکه چې درانه کارونه یې کول، د ملا درد ورته پیدا شوی و او بېرته خالي لاس راغی خو اوس بیا ایران ته ولاړ.»

ګلثوم چې اوس د ژوند سختې ورځې په ناهیلۍ تېروي وویل: «کوژدن مې ایران کې کار کوي، پولیسو له کارځایه نیولی او وړی یې دی، اوس د ایران په کمپ کې بندي دی، یوازې یو ځل یې زنګ وواهه، ویې ویل چې کمپ کې دی، نور ترې هیڅ خبر نه لرم.»

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې ۲۵ کلنه صابره «مستعار نوم» چې څلور کاله یې د کوژدې کېږي وايي: «زه خپله هم د ډېر او ملاماتوونکي ولور قرباني شوم؛ ځکه چې واده ته مې یوه اونۍ پاتې وه، ټول چمتووالی نیول شوی و، تر دې چې له هوټل سره یې هم خبرې کړې وې، خلکو ته بلنلیکونه وېشل شوي وو خو د کوژدن کورنۍ مې د ولور پیسې پوره رانه کړې، پلار مې واده لغوه کړ، اوس له هغې ورځې څلور کاله تېرېږي.»

صابره په اوښلنو سترګو وايي: «ولور مې ۵۰۰ زره افغانۍ و، درې کاله کېدل چې کوژدن مې ترکیه کې کار کاوه، تازه راستون شوی و چې واده وکړي، زما پلار ته یې ۴۵۰ زره افغانۍ ولور ورکړ، پنځوس زره پاتې شو، پلار مې د پنځوس زره افغانیو لپاره زموږ واده وځنډاوه، اوس مې کوژدن راسره خبرې نه کوي، خدای پوهېږي چې د خاوند کور ته له تګ وروسته به څه کېږي.»

ورته مهال، د غور ولایت اوسېدونکې ۲۵ کلنه حنیفه چې د ګلثوم له برخلیک سره مخ ده وایي: «کوژدن مې ازاد کاروبار لري خو اوس یې کاروبار ښه نه دی، چندان عاید نه لري، درې کاله کېږي چې کوژدن شوي یو، ولور مې لس لکه افغانۍ دی، یوازې څلور لکه یې خلاص کړی او نور پاتې دی.»

د هغه په خبره، د زوم کورنۍ باید د ولور ترڅنګ د واده مراسمو لپاره دوه سوه زره افغانۍ نورې هم ورکړي، داسې شرایطو کې چې د کوژدن عاید یې هم لږ شوي، دې مسئلې ډېره اندېښمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «خسر مې څو ځلې له پلار سره وغږېد چې ولور کم کړي خو پلار مې هیڅ نه مني، ډېره اندېښمنه یم، هره شپه او ورځ په اندېښنو تېروم چې څومره وخت به مې واده نور ځنډېږي.»

کارپوهان: ولور اخیستل غیر شرعي او غیرقانوني عمل دی

هېواد د ښځو یوې فعالې مسعودې کړوخي پژواک ته وویل چې ولور ډېرې بدې اغېزې لري؛ ډېری ځوانان چې اقتصادي ستونزې لري، نه شي کولای په اسانۍ واده ته غاړه کېږدي.

هغه چې د هرات اوسېدونکې ده، د بېلګې په ډول وایي: «هرات کې ۱۴ کلن ماشوم ایران ته لېږي څو هلته کار وکړي او د ولور پیسې برابرې کړي؛ ځکه چې په دغه ولایت کې ځينې کورنۍ له ۷ تر ۸ لکه افغانیو ولور اخلي.»

نوموړې زیاته کړه، په هرات کې ځينې کورنۍ خپلې لوڼې په بن ورکوي، د دغه کار لامل هم پیسې دي؛ ځکه چې شتمن خلک له ۱۰ تر ۱۲ لکه افغانیو پورې ولور ورکوي.

هغې د ولور اخیستل یو ناسم کار وباله زیاته یې کړه: « یو غریب کس د ولور پوره کېدو په موخه پنځه شپږ کاله پاتې کیږي او کله چې بیا واده کوي، هلک مجبور دی چې خپله ښځه پرېږدي او د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي، نورې منفې اغېزې یې دادي چې کله نجلۍ د خسر کور ته ځي، له هغې سره بد چلند کیږي.»

دا د یادې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د خلک پوهاوی بولي وایي څو چې خلک دغه فرهنګ ته نه وایي او دا فرهنګ لرې نکړي بله هېڅ لار نشته ده.

د افغانستان د علومو اکاډمي یوه علمي کادر او یوه دیني عالم دوکتور نورالله کوثر پژواک ته وویل چې په اسلام کې ولور نشته، فقط مهر دی.

هغه وویل: «ولور یو غیر شرعي شی دی چې د نجلۍ پلار یې اخلي، د نجلۍ پر پلار لازمه ده چې د خپل وس مطابق جهیز ورکړي، د ولور په نوم د څه اخیستل شرعاً ناروا دي.»

نوموړي وویل: «په شریعت کې مهر ټاکل شوی چې باید ښځې ته ورکړل شي، څه په یوه قسط کې څه په بل قسط کې، الله تعالی یوازې مهر لازم کړی، له دې پرته ولور اخیستل ناروا دي او په ټولنه کې د فساد سبب هم همدا د لوړ ولور اخیستل دي. »

دغه راز په جوزجان کې یو دیني عالم مولوي ثمرالدین وایي: «پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «غوره او ښه نکاح هغه ده چې په کم لګښت ترسره شي، اسلام په ودونو کې مېلمنو ته ډوډۍ ورکول نه منع کوي، بلکې اسلام وایي چې په ودونو کې باید له ډېر مصرفه ډډه وشي، ولور اخیستل یو غیر شرعي او غیر قانوني عمل دی.»

«مهر د ښځې حق دی او ولور اخیستل یو غیر شرعي عمل دی» په نوم خطبه کې چې مخکې جوماتونو ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري ورکړل شوې راغلي باید په دې اړه خلک و پوهول شي.

په دې خطبه کې راغلي: «نن ورځ خلک د ښځې په بدل کې ډېر ولور اخلي او نجونې د مال ټولولو یوه منبع بولي، نجلۍ داسې چا ته ورکوي چې ډېر مال ولري، دینداري اخلاق او عمر هیڅ په نظر کې نه نیسي.»

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف الدین معتصم وایي چې د جوزجان د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د پلان مطابق چې د ندې یې یوه برخه ده، دیني عالمان په جوماتو او ودونو کې د ډېر ولور اخیستل چې ناروا دي خلکو ته پوهاوی ورکوي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version