ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر خلک د غزني – پکتیکا سړک بیارغونې غوښتنه کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغو ولایتونو ترمنځ غځېدلی سړک ډېر خراب شوی او له حکومته یې د بیارغونې غوښتنه کوي.

د غزني او پکتیکا ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغو ولایتونو ترمنځ د غځېدلي سړک ډېره برخه د تېرو جګړو پر مهال ویجاړه شوې او زیاتوي چې د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی منیر وايي، د غزني – پکتیکا ترمنځ نیم ساعت لاره ده، خو د سړک خرابولي له امله په دوه‌نیم ساعتونو کې رسېږي او زیاتوي چې ناروغان، سپین‌ږیري، ښځې او ماشومان، پر دغه لار له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وویل، د سړک ډېره برخه خامه او ویجاړه ده، خاورې او دوړې وې چې ځیني وخت پر دغه لار ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

 ورته مهال د دې لارې موټرچلوونکي هم شکایت کوي چې د سړک خرابوالي له امله یې ډېر کله موټر خرابېږي او دوی ته یې له ګټې تاوان ډېر رسېږي.

د غزني د ده‌یک ولسوالۍ اوسېدونکی حذب‌الله چې هره ورځ پر دغه لار تګ راتګ کوي، وايي چې سړک دومره خراب شوی چې هره ورځ یې موټر ته ستونزه پیدا کېږي.

د نوموړي په خبره په ۲۴ ساعته کې پر یاده لار زرګونه لوی او واړه موټري تګ راتګ کوي، خو تراوسه یې چا د جوړېدو اقدام نه دی کړی.

ورته مهال د پکتیکا د مرکز ښرنې ښار یو اوسېدونکی محمدالله وايي، پر دغه لار د پکتیکا په ګډون د خوست او پکتیا ولایتونو خلک هم تګ راتګ کوي او زیاتوي چې حکومت یې باید د بیارغونې چارې پیل کړي.

هغه وویل: «که دا لاره جوړه شي، یو خو به د څلورو ولایتونو خلکو ته اسانتیاوي رامنځته کړي او بل به د نیمه ترانزیټي لاري مالونه هم په وخت رسېږي.»

بل لور ته بیا ځايي چارواکي وايي چې ډېر ژر به د یاد سړک د جوړېدو چارې پیل شي.

د غزني د ټولګټو چارو ریاست سرپرست ملا محب‌‌الله عباس پژواک خبرې اژانس ته وویل، د وزارت رهبري په پلان کې لري چې د غزني – پکتیکا عمومي لار له سره ورغوي.

نوموړي وویل: «د ټولګټو چارو وزارت هوډ لري چې دغه سړک پوخ کړي، سروې یې شوې، خو کارونه یې د ژمي له امله ځنډېدلي دي.»

د یادونې وړ ده چې د غزني – پکتیکا ترمنځ عمومي سړک چې له غزني ښاره د پکتیکا تر مرکز ښرنې غځېدلی، د دغه ولایت په اورګون ولسوالۍ تر ډیورنډ فرضې کرښې هم رسېدلی چې زرګونه کسان ور باندې تګ راتګ کوي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version