ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴۰ پاکستاني پولیس ټپيان شوي

خیبر پښتونخوا کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴۰ پاکستاني پولیس ټپيان شوي

author avatar
5 Feb 2024 - 11:25
خیبر پښتونخوا کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۴۰ پاکستاني پولیس ټپيان شوي
author avatar
5 Feb 2024 - 11:25

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د مشال راډیو راپور له مخې، دغه پېښه پرون د خیبرپښتونخوا د بونیر سیمې له مندڼ سپلم کلي سره نږدې شوې ده.

سرچينې لیکلي، په یاد بس موټر کې ۵۰ پولیس سپاره وو چې ۴۰ یې ټپیان شوي او د شپږو روغتيايي حالت نازک دی.

راپور کې راغلي چې یاد پولیس د ټاکنو لپاره د امنیت خوندیتوب په موخه دېره اسماعیل‌خان ته روان وو.

د یادونې ده، پاکستان کې راروانه پنجشنبې پارلماني ټاکنې کېږي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.