ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۱ مهمو کسانو په نومونو ۳۹۶ جعلي پاڼې جوړې شوې دي

6 Feb 2024 - 13:28
6 Feb 2024 - 13:28

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): په ټولنیزو شبکو کې د تېر او اوسني حکومت ځینو چارواکو او سیاست‌والو په نومونو ډېرې جعلي پاڼې جوړې شوې چې د شنونکو په اند موخه یې اختلافونو، شخړو او دښمنیو ته لمن وهل دي.

پژواک خبري اژانس په فېسبوک او اېکس‌ پاڼو کې د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو او سیاست‌والو په نومونو جوړې شوې پاڼې وموندلې او له دې ډلې یې هغه انتخاب کړې چې د اړوند کس انځور پرې لګول شوی دی.

د یادو کسانو په نومونو نورې پاڼې هم شته، خو ځکه یې شمېر په دغه جدول کې نه دی شامل شوی چې پر یوه نوم ډېر کسان شته او کېدای شي هغه انځور نه لرونکې پاڼې د نورو کسانو اړوند وي.

پژواک د یادو کسانو لپاره هغه اصلي فېسبوک‌ او اېکس ‌پاڼې بللې دي چې یا یوې معتبرې سرچینې تایید کړې او یا هم د فېسبوک او اېکس‌ ادارو له خوا پرې د شنه رنګ لرونکې د تایید نښه لګېدلې وي.

په جدول کې د یادو کسانو نوملړ داسې جوړ شوی چې تر ټولو د ډېرو جعلي فېسبوک‌پاڼو لرونکي، نوم لومړی او تر ټولو د لږ جعلي فېسبوک‌پاڼو لرونکي نوم په پای کې لیکل شوی دی.

محمداشرف غني

د پخواني ولسمشر محمداشرف غني په نوم شاوخوا ۲۵ جعلي فېسبوک‌پاڼې او ۳۸ اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

د غني د تایید نښې‌ لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/admx4n9a

د غني د تایید نښې لرونکې اېکس‌ (ټویټرپاڼه): http://tinyurl.com/3fvj8kw8

حامد کرزی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نوم تر ټولو ډېرې (۳۵) فېسبوک‌پاڼې او شپږ اېکس‌ (ټویټرپاڼې) جوړې شوې دي.

د کرزي تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/478m5apj

د کرزي تایید نښې لرونکې اېکس‌ (ټویټرپاڼه): http://tinyurl.com/ms98dsx4

عطامحمد نور

د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشر عطامحمد نور په نوم ۳۴ فېسبوک‌پاڼې او شپږ ايکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

د نور د تایید نښې لرونکې اېکس‌ (ټویټرپاڼه): http://tinyurl.com/3ush26h4

خو په فېسبوک کې د نور په نوم داسې پاڼه ونه موندل شوه چې د تایید نښې لرونکې وي. له دې مخکې په دې لينک (https://bit.ly/3l1scU2) د تاييد نښې لرونکې يوه پاڼه د نور په نوم وه، خو دا پاڼه اوس نشته.

امرالله صالح

د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په نوم ۲۶ فېسبوک‌پاڼې او اوه اېکس‌ (ټویټرپاڼې) جوړې شوې دي.

د صالح د تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/55cph67s

د صالح هغه اېکس‌پاڼه چې څه باندې یو عشاریه يو میلیون څارونکي لري او ډېرو رسنيو يې ټويټونه اخيستي دي، خو د تایید شنه نښه نه لري: http://tinyurl.com/m994vcfm

ګلبدین حکمت‌یار

د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدین حکمت‌یار په نوم ۲۴ فېسبوک‌پاڼې او دوه اېکس‌ (ټویټرپاڼې) جوړې شوې دي.

د حزب اسلامي یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکمت‌یار په خپل نوم او تخلص يوازې يوه ايکس‌پاڼه لري او پاتې نورې د هغه په نوم جوړې شوې فېسبوک‌پاڼې او اېکس‌پاڼې جعلي دي.

د حکمت‌یار اصلي اېکس‌پاڼه چې یادې سرچینې تایید کړې ده: http://tinyurl.com/5xznkwtn

عبدالرشید دوستم

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په نوم ۱۹ فېسبوک‌پاڼې او پنځه اېکس‌ (ټویټرپاڼې) جوړې شوې دي.

د عبدالرشید دوستم تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/3c9juec2

خو د دوستم ویاند احسان‌الله نیرو پژواک ته وویل چې دوستم په ټولنيزو پاڼو کې هیڅ کوم ادرس نه لري او د یادې تایید شوې فېسبوک پاڼې په ګډون د هغه په نوم ټولې ټولینیزې پاڼې جعلي دي.

انس حقاني

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي حافظ انس حقاني په نوم پنځه فېسبوک‌پاڼې او ۱۸ اېکس‌پاڼې جوړې شوې.

د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمیتن قانع وایي چې انس حقاني يوازې د اېکس يوه پاڼه لري او په نورو ټولنيزو رسنيو کې پاڼه نه لري.

محمدیعقوب مجاهد

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په نوم اته فېسبوک‌پاڼې او ۱۲ اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

د ياد وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي پژواک ته وویل چې د ملي دفاع سرپرست وزير په ټولنيزو رسنيو کې هیڅ پاڼه نه لري.

ذبیحالله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په نوم دري فېسبوک‌پاڼې او ۱۳ اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

مجاهد وايي چې دی فېسبوک‌پاڼه نه لري او یوه اصلي اېکس‌پاڼه لري.

د مجاهد اصلي اېکس‌پاڼه‌: http://tinyurl.com/3jph74sa

محمد محقق

د «وحدت اسلامي مردم» ګوند مشر محمد محقق په نوم ۱۲ فېسبوک‌پاڼې او څلور اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

د محقق د تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/2mcn5bp9

د محقق د تایید نښې لرونکې اېکس‌ (ټویټرپاڼه): http://tinyurl.com/2zrjfc3k

ډاکټر عبدالله عبدالله

د تېر حکومت د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په نوم ۱۵ فېسبوک‌پاڼې جوړې شوې خو د هغه په نوم جعلي ټويټرپاڼه ونه موندل شوه.

د عبدالله د تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/3bbpzd8c

د عبدالله د تایید نښې لرونکې اېکس‌پاڼه: http://tinyurl.com/39b9jbnb

ملا محمدحسن اخوند

د افغانستان د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند په نوم ۱۲ فېسبوک‌پاڼې او درې اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

په دې اړه له اړوندو ویاندویانو د معلوماتو په تر لاسه کولو بریالي نه شوو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۴۰۰ کال په تلې میاشت کې ویلي وو چې ملا محمد حسن اخوند فېسبوک او ايکس پاڼې نه لري.

عبدالرب رسول سیاف

د دعوت اسلامي ګوند د مشر عبدالرب رسول سیاف په نوم ۱۳ فېسبوک‌پاڼې او يوه اېکس‌ (ټویټرپاڼه) جوړې شوې دي.

د سیاف د تایید نښې لرونکې اېکس‌پاڼه: ‌‌http://tinyurl.com/pcwaywuv

هغه د تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه نه لري، خو يوه فېسبوک‌پاڼه چې ډېر ځله احادیث پرې خپروي، شته او لينک يې دا دی: http://tinyurl.com/49ct4kwh

یادو پاڼو ته مو پیغام واستاوه خو ځواب یې ورنه کړ.

سراجالدين حقاني

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدين حقاني په نوم اته فېسبوک‌پاڼې او څلور اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

خو د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمیتن قانع وایي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير په ټولنيزو رسنيو کې هیڅ پاڼه نه لري.

عبدالغني برادر اخوند

د افغانستان د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په نوم درې فېسبوک‌پاڼې او اته اېکس‌پاڼې جوړې شوې.

اړوندو ویاندویانو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د اطلاعات او فرهنګ وزارت ۱۴۰۰ کال په تله میاشت کې ویلي وو چې برادر د فېسبوک او ټویټر پاڼې نه لري.

اميرخان متقي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په نوم درې فېسبوک‌پاڼې او درې اېکس‌پاڼې جوړې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضياءاحمد تکل وایي چې متقي د فېسبوک او اېکس پاڼې نه لري.

شېرمحمد عباس ستانکزی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په نوم دوې فېسبوک‌پاڼې او څلور اېکس‌‌پاڼې جوړې شوې دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضياءاحمد تکل وایي چې ستانکزی فېسبوک او اېکس‌پاڼې نه لري.

محمدکریم خلیلي

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمدکريم خليلي په نوم څلور فېسبوک‌پاڼې او دوه اېکس‌پاڼې جوړې شوې، د هغه په نوم کومه فېسبوک‌پاڼه او يا هم اېکس‌پاڼه چې د تایید نښې لرونکې وي نشته.

سرور دانش

د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په نوم څلور فېسبوک‌پاڼې جوړې شوې، خو په نوم یې جعلي اېکس‌پاڼه نشته.

د دانش د تایید نښې لرونکې فېسبوک‌پاڼه: http://tinyurl.com/3ntxr7bj

قاري محمدیوسف احمدي

د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون مشر قاري محمدیوسف احمدي په نوم يوه فېسبوک‌پاڼه او دوې اېکس‌پاڼې جوړې شوې، خو احمدي وایي چې فېسبوک‌پاڼه نه لري او يوازې يوه اېکس‌پاڼه لري.

د احمدي اصلي اېکس‌پاڼه چې ده په خپله تایید کړې ده: http://tinyurl.com/bdfsmaeh

احمدالله وثیق

د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې لوي رییس احمدالله وثیق په نوم فېسبوک‌پاڼه نشته، خو په نوم يې دوې اېکس‌‌پاڼې جوړې شوې دي.

د وثیق اصلي اېکس‌پاڼه چې ده په خپله یې تایید کړې ده: http://tinyurl.com/3scpa25h

ولې جعلي پاڼې جوړېږي؟

شنونکي وایي، داسې جعلي پاڼې د افغانانو ترمنځ د دښمنو او شخړو رامنځته کولو او یا هم د مخالف ځپلو په موخه جوړېږي.

د سیاسي چارو پوه نجیب‌الله جامع وایي: «ما ته ګڼ داسې ټولنیز ادرسونه او له دوی څخه تبلیغ کېدونکې محتوی مخ ته راغلې چې په ښکاره یې د افغان ملت ترمنځ تربګنۍ، دښمنۍ، تعصب او شخړو ته لمن وهلو پالیسۍ لري او په منظم ډول فعالیت لري.»

هغه زیاتوي چې د داسو پاڼو له لارې د دغو مطرح چارواکو او سیاست‌والو له نومونو د خپل فکر د سپیناوي او د مخالف د غندلو او ځپلو هڅې کېږي او هغه کسان تخریبېږي چې په نومونه یې دغه پاڼې جوړېږي.

دی زیاتوي، د ملي وحدت، مذهبي زغم، کلتوري ارزښتونو او په ټوله کې د یوه ملت د هویت پر ضد د ټولنیزو رسنیو له لارې جعل، په افغانستان او درېیمه نړۍ کې یو مخرب عادت او ادرس ګرځېدلی دی.

جامع دا کار د ملي وحدت پر ضد او افغان‌دښمنه کردار بولي، زیاتوي، ځينو معلوم‌الحال او بادریځه سیاست‌والو، قومي مشرانو او د حکومت مخالفینو هم غواړي چې د جعلي‌پاڼو له لارې په هېواد کې دننه اختلافات رامنځته او له دې لارې خپل «ناسم او پليد» سیاست مخې ته بوځي.

دی وايي، د افغانستان د ملي مسايلو قومي کول، د افغان وروڼو قومونو ترمنځ د شخړو ملاتړ، د اختلافي بحثونو چاغول، د قومونو، شخصیتونو او باورونو پر وړاندې د غلطو څرګندونو خپرول او ان له دې لارې د هېواد د تجزيې د نښو خپرول هغه موارد دي چې له دا ډول جعلي پاڼو خپرېږي.

جامع د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې یوه مدونه، هوښیاره، څواړخیزه، وقایوي او ملي – فرهنګي تګ‌لاره غوره کړي څو له لارې يې د هویت او فرهنګ پر لمن دا «مغولي انارشیزم» اصلاح د تل لپاره له منځه يووړل شي.

اسلامي امارت په دې اړه څه وايي؟

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند عنایت‌الله الکوزی وایي، دغه وزارت د جعلي پاڼو هغه قضیې چې د بېلابېلو دولتي ادارو او یا هم د عامو هېوادوالو له لوري شریکې شي، څېړي او په اړه یې اقدام کوي.

هغه زياتوي: «کابو هره میاشت ګڼ موضوعات راځي چې په هغې بیا اړونده برخه خپل کار کوي او موضوعات حلوي، خو یوه ستونزه چې اوس افغانستان کې ده هغه د سوشیل‌میډیا له برخې سره د اړیکو نشتون دی، اوس دوی [د ټولنیزو رسنیو ادارې] په مستقیم ډول د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړیکو ته ځواب نه وایي چې علت یې تاسې ته بهتره معلوم دی چې د رسمیت نه پېژندلو مسئله ده.»

Views: 235

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version