[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حج د نوو ثبت شوو متقاضیانو لپاره په ټول هېواد کې د پچېاچونې بهیر ترسره شو.
د دغه وزارت له خوا د سلواغې په ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا په پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره د نوو متقاضیانو نوملیکنه څه موده مخکې پیل شوې وه چې نن یې په پلازمېنه کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول د پچېاچونې بهیر ترسره شو.
سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارفالله عارف، د مرکزي ریاستونو رییسانو او حج د داخلي کمېټې غړو ګډون کړی و.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عارفالله عارف د دغه بهیر په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د نوملیکنې پروسه څه موده وړاندې پیل شوې وه چې نن د حج داخلي کمېټې پلاوي په شتون کې دغه بهیر پیلېږي.
نوموړي وویل، په ولایتونو کې د پچېاچونې بهیر بیا د اړوند ولایت د مقام او د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو مسوولینو په حضور کې ترسره کېږي.
د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري د پچېاچونې صندوق پرانیستل شو او د پچېاچونې بهیر په رسمي ډول پیل شو.
[/restrict]
Views: 232
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن