ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې

میدان‌وردګو کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
6 Feb 2024 - 10:23
میدان‌وردګو کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
6 Feb 2024 - 10:23

میدان‌ښار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په میدان‌وردګو ولایت کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵۱ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د میدان‌وردګو په مرکز میدان‌ښار، جلرېز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې پلې شوې دي.

سرچينې لیکلي: «په دغو پروژو کې د ۱۳۴۶۰۲۲ مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، پر ۳۸۵۲۰۲ مترو کلیوالي لارو جغل اچول، د ۳۳۸۱ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو رغول، د ځمکو خړوبولو لپاره د ۴۰ ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د ۱۹۸۵ اب‌رېزونو کیندل، د ۱۵۱ پلچکونو جوړول، د ۷،۵ مترو په اوږدوالي د یوه پُل رغول او د څښاک پاکو اوبو رسولو څلورو څاګانو ترمیم شامل دي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو پروژو د کار په جریان کې نږدې ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت لیکلي چې د یادو پروژو په بشپړېدو به اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.