[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): مشهور هندي موسیقار ذاکر حسین د (پشتو) نومې موسیقۍ پارچې لپاره د ۲۰۲۴ کال غوره نړۍوال موسیقۍ فعالیت له امله په امریکا کې د «ګرامې» جایزه وګټله.
ذاکر حسین او ملګرو موسیقارو ته یې دا جایزه روانه اونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په کالفورنیا ایالت کې ورکړل شوه.
پشتو نومې پارچه د موسیقۍ یو تال دی چې له هندي او لوېدیځو سازونو جوړ شوی دی.
ذاکر حسین مخکې د دې پارچې په هکله ویلی وو چې د هغې پوځي موسیقۍ له سرونو یې الهام اخیستی چې پر هند د انګریزانو د واکمنۍ پر مهال د پښتنو په سیمو کې د انګریزانو پوځي مارشونو د موسیقارو او ځايي موسیقۍ له یو ځای کېدو رامنځته شوي وو.
په دې پارچه کې له موسیقار، فلم جوړونکی او طبله غږوونکي ذاکرحسین سره چې په موسیقۍ کې د استاد لقب ورکړل شوی، موسیقار بېلا فلیک، ایدګار میر او راکېش چورسیا (د شپیلۍ یا دروي غږوونکي) هم موسیقي غږولې.
ګرامې جایزه د امریکا متحدو ایالتونو کې د ثبت هنرونو ملي اکاډمۍ له لوري ورکول کېږي. د دې جایزې هدف په موسیقۍ برخه کې د مهمو لاسته راوړنو ستاینه او په دې ډګر کې پرمختګ ته هڅول بلل کېږي.
ګرامې د موسیقۍ صنعت برخه کې خورا معتبره جایزه بلل کېږي چې د یوه زرین ګراموفون په بڼه هر کال یو شمېر سندرغاړو او موسیقارو ته په بېلابېلو برخو کې د غوره فعالیت بدل کې ورکول کېږي.
یادونه په دې راپور کې د بيبيسي پښتو له خبر څخه استفاده شوې.
[/restrict]
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن