ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب یو شمېر خلک د ځینو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو او ناروغیو ناسم تشخیص له امله شکایت کوي

11 Feb 2024 - 17:29
11 Feb 2024 - 17:29

میمنه (پژواک، ۲۲ سلواغه ‍۱۴۰۲): د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د ځينو ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکو او د ناروغیو د ناسم تشخیص له امله شکایت کوي، وایي چې ځیني ډاکټران د طبابت اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي او پر خلکو تجارت کوي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي همایون قادري پژواک ته وویل، دغه ولسوالۍ د لومړۍ درجې ولایت نفوس لري، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې نه یوازې دا چې د روغتیا په برخه کې ورته هیڅ کار نه دی شوی، بلکې محروم خلک یې د مافیاوو او تجارت پېشه‌وو په ګرو کې دي.

قادري زیاته کړه: «داسې کسان شته چې د څو درملتونونو امتیاز اخلي، د هېواد له بېلابېلو ځایونو څخه یې فاریاب ته ډاکټران راوستي او معاینه‌خونې یې جوړې کړې، قیدي نسخې لیکي چې د دغه ډاکټر له درملتون پرته په بل ځای کې نه پیدا کېږي.»

نوموړي زیاته کړه که د ناروغ تکلیف عادي هم وي او کمو درملو ته اړتیا ولري، بیا ستونزه یې جدي نیول کېږي د معاینو لپاره لابراتوار ته لېږل کیږي، بې‌کیفیته درمل ورکول کېږي او په هره نسخه کې له ناروغ له درېیو تر څلورو زرو افغانیو اخلي او بالاخره د ناروغ سرنوشت تر پاکستان او هند رسېږي.

نوموړی دغه راز له هغو ډاکټرانو هم شکایت کوي چې په دولتي کلینیکونو کې کار کوي او زیاتوي: «له ځینو کسانو سره ښه چلند کېږي، خو عادي خلک له یوې پرزې سره خپلې شخصي معاینه خانې ته لېږي، کله چې د څېړنې په موخه له مرکزه پلاوي قیصار ته ځي په مڼو، شفتالو، انګورو، ممیزو او چهارمغزو یې نازوي او بېرته یې رخصتوي.»

د قیصار ولسوالۍ یوه قومي مشر احمد‌فرهاد قیصاري وویل، ډاکټران د قیصار له خلکو سره دوه مخی چلند کوي له خپلو دوستانو سره ښه سلوک او چلند کوي، خو له نورو خلکو چې له کلیو او بانډو راځي ورسره بې‌انصافي کوي ورته رنګارنګ معاینې او ډېر درمل ورکوي.

په میمنه ښار کې د محمدي درملتون مالک کمال‌الدین وایي، ډېری ډاکټران چې درملتونونه لري د ناروغانو نسخې شفري لیکي.

نوموړي وویل: «موږ ته د ورځې څو نسخې راځي چې قیدي لیکل شوې وي، ناروغ لرونکي درملتون په درملتون سرګردانیږي، دغه لیکل شوې نسخه نه شي پیدا کوی او بالاخره یې د ډاکټر له اړوند درملتونه په لوړه بیه اخلي چې دا چاره د خلکو اقتصاد ته په کتو ښه کار نه دی.»

هغه د عامې روغتیا له ریاسته غوښتنه وکړه چې د هغو خلکو مخه دې ونیسي چې شفري او قیدي نسخې لیکي.

بلخوا، میمنې ښار کې د سترګو یوه متخصص ډاکټر عبدالحی پیغام هم د خلکو شکایتونه تاییدوي او وایي چې ډېری ډاکټران د طبابت د اصول او اخلاقو تر پښو لاندې کولو او شفري نسخو لیکلو سره له اړتیا ډېرې معاینې او اضافه درمل ورکوي چې دا له اقتصادي او روغتیایي پلوه د خلکو او ناروغانو په حق کې ظلم دی.

داکټر پیغام زیاته کړه، هر ډاکټر چې له تحصیله فارغېږي غواړي ټولنې ته خدمت وکړي، قسم کوي چې خپل مسلک کې به ریښتینی وي او د طبابت اخلاق او قواعد به مراعتوي، خو ځیني د خپلې ګټې لپاره نسخه په شفري ډول لیکي او ډېر درمل ورکوي چې دغه اضافي درمل ناروغ لپاره زهر دي.

نوموړي وویل، څرنګه چې د یوه هېواد امنیتي نظام مهم دی، په هماغه کچه روغتیايي نظام هم مهم دی، د عامې روغتیا وزارت باید روغتیايي برخې ته جدي پاملرنه وکړي، د سرغړونو مخه ونیسي.

ورته مهال، میمنې ښار کې د «خیریه انصاف» په نوم یوه معالجوي کلینیک چې له ۲۰ نفرو پرسونل سره یې فعالیت پیل کړی او له درملو پرته ټول خدمتونه یې وړیا دي، د خلکو او مسوولینو له منفي او مثبتو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ځیني وايي چې یاد کلینیک له وړیا خدمتونو سره د تعمیر کرایه، د پرسونل معاش او مصارف له کوم ځای څخه پیدا کوي او ځیني نور بیا دا فکر کوي چې د کلینیک د ټولو فعالیتونه مصارف د ناروغانو د درملو له بیې پوره کوي، خو د یاد کلینیک د مسوول په وینا، یاد خدمتونه د یوه متخصص له لوري چې د پکتیکا اوسېدونکی او عربستان کې میشت دی، د بې‌وزلو کسانو سره د مرستې او ملاتړ لپاره برابر شوي دي.

د یاد کلینیک د فعالیت له پیل راهیسې شاوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو د یاد روغتیایي مرکز د خدمتونو له کیفیت او ناسم تشخیص څخه شکایتونه شوي او د یاد کلینیک څو شعبې د روغتیایي قوانینو د نه مراعاتولو او د ډاکټر په نوم د غیرمسلکي کسانو ګمارلو له امله د عامې روغتیا ریاست له لوري تړل شوې دي.

د میمنې ښار اوسېدونکی غلام سخي وايي، مېرمن یې د معاینې لپاره د انصاف خیریه کلینیک ته تللې وه چې د هغې ناروغي یې د شکر ناروغي تشخیص کړې او درمل یې ورکړل.

نوموړي زیاته کړه: «مېرمن مې په داسې حال کې چې شکر یې نه درلود، یوه اونۍ یې د شکر درمل وخوړل او ورته مهال یې د شکر اندېښنه هم درلوده او صحت یې خراب شو، د پخوانۍ نسخې سره بیا کلینیک ته لاړو، هماغه ډاکټر بیا معاینه وکړه ویې ویل چې نسخه یې غلطه ورکړې او مېرمن مو د شکر ناروغي نلري، پر انساني محرقه اخته ده او د محرقې درمل یې ورته ولیکل.»

هغه د ډاکټرانو له ناسم تشخیص څخه شکایت وکړ او ویې ویل چې د انصاف کلینیک نسخه یې د فاریاب یو متخصص ته ورښودلې او هلته یې د دریم ځل لپاره معاینه کړې، مېرمن یې نه شکر لري او نه محرقه.

د فاریاب د عامې روغتیا کارکوونکې ډاکټر سیما اهي وايي چې د هغې د درملنې لاندې یو ناروغ د معاینو لپاره یاد کلینیک ته تللی و او د هغه ناروغي یې شکر تشخیص کړې، په داسې حال کې چې شکر یې نه درلود او د خلکو د شکایتونو څخه وروسته د عامې روغتیا موظف ټیم د دغه کلینیک د فعالیتونو څېړل پیل کړل.

د فاریاب د عامې روغتیا مرستیال خان اغا اڅک د انصاف خیریه کلینیک څخه د څېړنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه میاشتې مخکې یې له یاد کلینیکه لیدنه کړې، مسوولینو او پرسونل ته یې لازمې سپارښتنې کړې، خو په یاده موده کې نه یوازې دا چې کوم بدلون نه دی راغلی، بلکې د مسلکي ډاکټر نشتون او د تشخیص او خدمتونو ټيټ کیفیت څخه هم شکایتونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دویمې څېړنې پر مهال مو وکتل چې په دې کلینیک کې ناروغان د ډاکټرانو پر ځای د قابلو له لورې معاینه کېږي او نسخې ورته ورکول کېږي، چا چې الټراساونډ نه دی لوستی، د الټراساونډ معاینې کوي، په زېږون خونو کې د زېږون سیټ او چپرکټ نشته، خدماتي او اداري تشکیلات نابشپړ دي.»

د فاریاب د عامې روغتیا د روغتیایي قانونونو د څېړنې مسوول داکټر فیاض امین وايي، د کلینیک جوړولو مکتوب یې د عامې روغتیا له وزارت سره شریک کړی، خو تشکیل یې نیمګړی دی او دغه روغتیایي مرکز مخکې له دې چې قانوني پړاوونه وګالي، خپل فعالیت یې پیل کړی دی.

هغه وویل، د یاد کلینیک د فعالیت له پيل څخه څلور میاشتې تېرېږي خو لا تر اوسه یې د عملیات او زېږون په خونو کې اړین وسایل لکه پیچکاري، له ولادت وروسته چپرکټ او د امپولونو ساتلو لپاره یخچال نشته.

عبدالبصیر تنها چې ځان د انصاف وړیا کلینیک اداري مسوول معرفي کوي، وايي، د عامې روغتیا له مخکنیو سپارښتنو او څېړنو وروسته یې یو شمېر نیمګړتیاوې پوره کړې، خو اوس هم ۳۰ سلنه نیمګړتیاوې شته، هڅې روانې دي څو نیمګړتیاوې له منځه لاړې شي.

نوموړي وویل، یاد کلینیک د ۲۰ مجرب او نامتو ډاکټرانو تشکیل لري چې هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر نهه بجو پرته له ستړیا د شاواخوا ۳۵۰ ناروغانو معاینه کوي او اړین روغتیایي خدمات ورته وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، یاد کلینیک کې له درملو پرته ټول معاینات او فعالیتونه لکه لابراتوار، الټراساونډ، زېږون او نور وړیا دي، د درملو بیه یې هم د ښار نورو درمل پلورونکو په پرتله ټیټه ده.

هغه زیاته کړه، انصاف خیریه کلینیک د نورو څو کلینیکو په څېر چې بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي، عربستان کې مېشت د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي متخصص له لورې تمویل کېږي څو اړمنو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

بلخوا، د فاریاب د عامې روغتیا رییس مفتي عبدالهادي فاروقي د خلکو ستونزې تاییدوي او وايي، د کلینکونو، معاینه‌خونو او درمل پلورونکو د روغتیايي قضیو کنټرول او څېړلو په موخه دوه ټیمونه ګومارل شوي دي.

فاروقي وویل، د څېړنې ټیم د انصاف خیریه کلینیک هغه برخې چې د عامې روغتیا له معیارونو سره برابرې نه وې، وتړلې او څو چې د دغه کلینیک فعالیتونه روغتیايي اصولو او مقرراتو سره برابر نه شي، همداسې به تړلې وي.

دغه راز، هغه زیاته کړه چې شفري نسخه لیکل د روغتیایي قوانینو له مخې جرم دی او هغه خلک چې پر دغو کړنو لاس پورې کوي، ورسره به قانوني چلند کېږي او سزا به ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي و، په جدي توګه به د ډاکټرانو د شفري او ناقانوني نسخو مخه نیسي.

یاد وزارت له خلکو هم غوښتي څو دې برخه کې همکاري وکړي او که کوم ډاکټر دا ډول نسخه لیکي، باید د دغه وزارت د څېړنې او روغتیايي قانونونو امریت ته له هغوی څخه شکایت وشي څو د مسوولینو له لوري وڅېړل شي.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version