ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

18 Feb 2024 - 19:28
18 Feb 2024 - 19:28

زرنج (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): نیمروز کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

یاده دښمني درې کاله مخکې د حاجي وزیرخان او حاجي فضل‌احمد په نوم د ترونو د زامنو ترمنځ چې د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د «رزي» کلي اوسېدونکي دي، رامنځته شوې وه چې پایله کې یې علي‌احمد د فضل‌احمد ورور او محمدرضا د حاجي وزیرخان ورور وژل شوي دي.

مسوولینو یاد ولایت کې پرېکړه وکړه څو د دغو کورنیو ترمنځ منځګړیتوب وکړي او دښمنۍ ته یې د پای ټکی کېږدي.

منځګړي: د هرې دښمنۍ پای سوله ده؛ ځکه چې سوله او ملګرتیا کې ارامښت او امنیت دی

د یادونې ده چې د دواړو کورنیو ترمنځ منځګړیتوب کابو ۲۰ ورځې ونیولې، تر دې چې وروستیو ورځو کې د خاشرود ولسوالۍ په «رزي» کلي کې د دیني علماوو، سپين‌ږیرو، قومي مخورو، د نیمروز مشرانو، د خاشرود مسوولینو او د دواړو کورنيو د غړو او مشرانو په ګډون یوه ناسته ترسره شوه او دواړو لورو یو له بل سره سوله وکړه.

د خاشرود ولسوال مولوي اسدالله سحر چې په دغه منځګړیتوب کې یې مهم رول درلود، پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو کورنیو له ډېرو کلونو راهیسې یو له بل سره ښې اړیکې نه درلودې.

هغه زیاته کړه: «خو له درې کلونو راهیسې دواړو خواوو ترمنځ دښمني هله اوج ته ورسېده چې د حاجي وزیرخان د ورور محمدرضا مړی د زري کلي د جومات دروازې ترڅنګ وموندل شو او حاجي وزیرخان د علي‌احمد په نوم د خپل کاکا پر زوی شکي شو او هغه یې زنداني کړ.»

سرچینې زیاته کړه: «علي‌احمد د حاجي فضل‌احمد ورور چې دوه کاله یې زندان کې تېر کړل خو اسلامي امارت د هغه پر وړاندې د قتل کوم ثبوت ونه موند، نو درې میاشتې مخکې یې خوشې کړ، له خوشې کېدو وروسته د هغه مړی هم د جومات دروازې ترڅنګ وموندل شو او ورونو یې د خپل کاکا پر زوی عریضه وکړه.»

د سحر د معلوماتو له مخې، که څه هم تر اوسه د قتل لامل او انګیزه څرګنده نه ده، خو د کاکا زامن چې له مخکې یې ترمنځ اړیکې ښې نه وې، یو بل ته یې زړونو کې لا ډېره کینه پيدا شوه.

د هغه په خبره، د محمدرضا له وژل کېدو وروسته ځايي مسوولینو او قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د دواړو کورنیو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

هغه زیاته کړه: «د هرې دښمنۍ پای سوله ده؛ ځکه چې سوله او ملګرتیا کې ارامښت او امنیت دی او برعکس جنګ او نفرت کې تاوان، تلفات او عقدې دي چې د روحي او جسمي زیان لامل کېږي، نو خلک باید د سولې او ملګرتیا له لارې د خپلو زامنو تربیې او راتلونکي نسل ته هم پاملرنه وکړي.»

ورته مهال، د نیمروز د علماوو شورا استازي او یو منځګړي محمدحسین حقاني وویل: «د څو شپو او ورځو له هڅو وروسته بریالي شوو چې نن د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پر سوله بدله کړو او د خدای تعالی امر پر ځای کړو.»

د هغه په وینا، د نیمروز د علما شورا د قومي مشرانو او مخورو په مرسته هڅه کوي څو د سولې او دوستۍ کلتور په ټولنه کې د جګړې او دښمنیو ځای‌ناستی کړي او دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «د اسلام مبارک دین د دوستۍ او مینې دین دی، نو پر موږ ټولو مسلمانانو لازمه ده له کوچنیو تېروتنو تېر شو څو دغه تېروتنې د غټو ګناهونو لامل نه شي.»

دغه راز مل پاسوال سردارمحمد ایوبي چې په دې قضیه کې یې د منځګړي او د سیمې د مشر رول درلود، وايي: «له نیکه مرغه نن د مشرانو په منځګړیتوب او ځايي ادارې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پر سوله بدله شوه او اختلاف یې حل شو، دواړو کورنیو د ډېر شمېر کسانو پر وړاندې ژمنه وکړه چې راتلونکي کې به یو بل ته زیان نه رسوي.»

دغه راز، د رزي کلي یوه مخور او قومي مشر ګل‌احمد احمدي وویل: «دواړو لورو ژمنه وکړه چې راتلونکي کې به د یو بل وینه نه تویوي او یو پر بل به تعرض نه کوي.»پر سولې بدله شوه او اختلاف یې حل شو دواړو کورنیو د ډېر شمېر کسانو په وړاندې ژمنه وکړه چې راتلونکي کې یو بل ته زیان ونه رسوي.»روت

هغه زیاته کړه، یادې دوه کورنۍ چې له کلونو راهیسې په خاشرود ولسوالۍ کې پر کرنه بوختې دي او د یادې ولسوالۍ له اصیلو قومونو څخه دي، خو د دوی جګړې د کلي د اوسېدونکو پر روحیه بد اغېز کړی و.

هغه وايي: «افغانستان کې د څو لسیزو سیاسي جګړو ترڅنګ قبیلوي او کورنیو جګړو هم خلکو ته زیان رسولی او د یادو ستونزو د حل په برخه کې علماء او ځایي مسوولین مهم رول لري.»

ښکیلو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د سولې په فضا کې ژوند کوي

د وژل شوي علي‌احمد ورور حاجي فضل‌احمد پژواک ته وویل، جګړه پرته له وینې تویولو او کینې بله پایله نه لري، نو له دې امله دی حاضر شو څو مقابل لور ته بښنه وکړي.

هغه ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

ورته مهال، د مقتول محمدرضا ورور حاجي وزیرخان پر دې روغه جوړه خوښ دی او وايي چې دښمني له بدبختۍ پرته بله پایله نه‌لري.

هغه په یاده ناسته کې ژمنه وکړه، مقابل لوري ته په اخلاص او رښتينولۍ بښنه کوي او دې دښمني ته د مشرانو په احترام د پای ټکی ږدي.

هغه په یوه پیغام کې له هغو کورنیو چې خپلمنځي دښمنۍ لري، وغوښتل څو اختلافات له منځه یوسي او د سولې او ورورولۍ فضا کې ژوند وکړي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version