ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس کرنې ریاست: خلک دې د پستې ونو خاښونو له پرې کولو ډډه وکړي

د بادغیس کرنې ریاست: خلک دې د پستې ونو خاښونو له پرې کولو ډډه وکړي

author avatar
22 Feb 2024 - 15:35
د بادغیس کرنې ریاست: خلک دې د پستې ونو خاښونو له پرې کولو ډډه وکړي
author avatar
22 Feb 2024 - 15:35

قلعه‌نو (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست وایي، په دغه ولایت کې د پستې ونې ملي سرمایه ده او د تفریح لپاره مناسب ځای دی ‎او زیاته یې کړه، د پستې ونو له قطع‌کوونکو سره قانوني چلند کېږي.

هر کال د پسرلي په رارسېدو سره د باغیس او نورو ولایتونو خلک د تفریح لپاره په اب‌کمري، مقر او بالامرغاب ولسوالۍ کې د پستې د ونو سیمو ته ورځي.

د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په خبره، دغو سیمو ته د تفریح لپاره ورغلي یو شمېر کسان د پستې ونې پرې کوي او د دغو سیمو د چاپېریال پاک ساتلو ته پام نه کوي.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي عبدالرحمن وویل چې د پستې ونو سیمې په دغه ولایت کې د تفریح لپاره ښه ځایونه دي او زیاته یې کړه، ځیني خلک چې د سیاحت لپاره دلته راځي، د چاپېریال ساتلو د نه پاملرنې ترڅنګ، د دېګ پخولو او نورو کارونو لپاره د ونو خاښونه هم پرې کوي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه ډېر کسان چې پسته‌لیق ته په چکر راځي، ځنګلونو ته پاملرنه نه کوي، پلاستکونه هرځای کې غورځوي چې د چاپېریال ککړېدو لامل کېږي… له خلکو غواړو چې د پستې د ونور سیمو چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي.»

نوموړي له اړوندو ارګانونو وغوښتل چې خلکو ته د حفظ‌الصحې او د پستې د ونو ساتلو برخه کې عامه پوهاوی ورکړي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ورته مهال، د بادغیس د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی نثاراحمد دغه ولایت کې د پستې ځنګلونه ملي پانګه ګڼي او د هغو ساتنه اړینه بولي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د پستې ځنګلونه یوه ملي پانګه ده، هغه خلک چې دلته تفریح لپاره راځي، باید د چاپېریال پاک ساتلو برخې ته پاملرنه وکړي او د ځنګلونو له وهلو ډډه وکړي.»

هغه وايي، څو ځلې یې لیدلي چې ځیني خلک چې تفریح لپاره د پستې ځنګلونو ته ځي، د ونو خاښونه پرې کوي او پخلي لپاره یې سوځوي.

نوموړی هم د پستې ځنګلونو د ساتنې برخه کې د اړوندو مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

ورته مهال، د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رازمحمد ذاکر هم د ونو ساتنې او د دغو سیمو پاک ساتلو ته د خلکو نه پاملرنه تایید وي.

هغه زیاته کړه: «د پستو په ځنګلونو کې ټولو خلکو او مسوولینو ته لارښوونه کوو څو هر هغه عمل چې د قوانینو او اصولو خلاف وي او چاپېریال یا ځنګلونو ته زیان رسوي، مخنیوی یې وکړي.»

نوموړي وویل، وروسته له دې به له هغو خلکو سره چې د پستې ونې وهي، قانوني چلند کېږي.

هغه دغه راز له خلکو غوښتل چې د پستې د ونو ساتلو او د یادو تفریحي ځایونو د پاک ساتلو برخه کې هڅې وکړي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.