ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي

author avatar
24 Feb 2024 - 21:22
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي
author avatar
24 Feb 2024 - 21:22

جلال‌اباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، د جلال ابادتورخم پر لويه لاره د ترافیکي پېښې له امله درېکسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جلال ابادتورخم پر لويه لاره دمومندرې ولسوالۍ اړوند غزګي سېمه کې یو کرولا ډوله موټر د بار وړونکې لارۍ سره  ټکر کړی دی.

هغه وویل چې په دغه پېښه کې درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره چې د یادې پېښې ټپیان سېمه‌ییز روغتون ته رسولي دي.

زابلي د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندی تګ د دغې پېښې علت یاد کړ.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.