ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې دوو کلونو کې سلګونه خونړۍ شخړې حل شوې دي

28 Feb 2024 - 14:48
28 Feb 2024 - 14:48

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راوروسته د دغه وزارت له لوري د علماوو او مشرانو په مرسته ۱۲۷۱ هغه شخړې حل شوې چې له امله یې ۱۰۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د راپورونو له مخې، د خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ د ځمکې، څرځایونو، ځنګلونو، د اوبو وېش، میراث او نورو مسایلو پر سر رامنځته کېږي؛ دغه دښمنۍ له وړو لفظي شخړو پیلېږي او ځینې یې په اوږدو او خونړیو دښمنیو اوړي.

افغانستان کې له پخوا د جرګو له لارې د شخړو هواري دود شته خو سره له دې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځیني خلک اوږدې او خونړۍ دښمنۍ لري او له امله یې د ښکېلو غاړو ژوند له کړاو سره مخ کېږي.

د ۱۲۷۱ لویو او وړو شخړو حل

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ویاند او د نشراتو امر شریف‌الله شرافت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې ۱۲۷۱ لویې او وړې شخړې حل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو شخړو کې  ۱۰۱۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

هغه وویل چې له یاد شخړو په ۱۴۴۳ هجري قمري کال کې ۲۸، په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې ۴۳۰ او په روان ۱۴۴۵ کال کې ۸۱۳ شخړې حل شوې دي.

شرافت وایي چې په یادو شخړو کې ۴۷۹ لویې او ۷۹۲ وړې شخړې شاملې دي چې د اړوندو دویمو واحدونو، ولایتي اداراو، دیني عالمانو او ولسي سپين‌ږیرو په همکارۍ حل شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه وایي چې په میدان‌وردګو او بامیانو ولایتونو کې د کوچي قوم او ځایي اوسېدونکو ترمنځ له کلونو راپاتې شخړه، د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې ۳۰ کلنه شخړه، په نورستان کې ۹۱ کلنه شخړه او د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۵۰ کلنه شخړه او سپین‌غر ولسوالۍ کې شل کلنه شخړه د اسلامي امارت له واکمنېدو راوروسته حل شوې دي.

ده زیاته کړه چې د شخړو د حل دغه لړۍ لا هم روانه ده او یاد وزارت هڅه کوي چې د خلکو او قومونو ترمنځ راولاړې شوې شخړې په دوستۍ بدلې کړي.

پخلا شوي کسان: دښمني له بدبختۍ پرته بله پایله نه ‌لري

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۹مه د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني چې له امله یې د دواړو لورو دوه کسان هم وژل شوي، د ځايي مسوولینو، مخورو او دیني علماوو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

د وژل شوي علي‌احمد ورور حاجي فضل‌احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړه پرته له وینې تویېدو او کینې بله پایله نه لري، نو له دې امله دی حاضر شو چې مقابل لوري ته بښنه وکړي.

هغه ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

ورته مهال، د مقتول محمدرضا ورور حاجي وزیرخان پر دې روغه جوړه خوښ دی او وايي چې دښمني له بدبختۍ پرته بله پایله نه ‌لري.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقادر هم د یوې هغې کورنۍ غړی دی چې  د روان کال د سلواغې ۲۶مه یې د جرګې له خوا د ځمکې پر سر راولاړه شوې دوولس کلنه شخړه حل شوې ده.

عبدالقادر – چې په دې دښمنۍ کې یې د خپلې کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي – له روغې جوړوې وروسته یې له ډېرې خوښۍ وژړل او له ټولو هغو کسانو يې مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې روغه جوړه وکړه.

هغه وویل: «موږ خپل د تره زامن وو، خو شيطانانو په لويه شخړه واړولو، له الله (ج) څخه يې شرمنده غواړم، ډېر خوښ يم چې نن خپل د تره له زامنو سره بېرته يوځای کېږم…»

«په سوله کې خیر دی»

دیني عالم عبدالمالک راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، اسلام د ورورولۍ او سولې دین دی او په دې ټینګار کوي چې په سوله کې خیر دی او تاسو خپلو منځونو کې سوله وکړي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د جګړو، بدو دودونو او ناپوهۍ له امله ځینې کورنۍ له یو بل سره په کلونو کلونو دښمنیو اوښتې، خو مخکې کې یې د حل لپاره هيڅ ګام نه و اخیستل شوی.

دی وایي چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې جدي هڅې کړې دي چې دا د افغانانو ترمنځ د اتفاق، اتحاد او ورورلۍ لپاره یوه ښه زېری دی.

راشد وایي: «شخړې او دښمنۍ نورې همدومره بس دي، هغه کورنۍ چې له یو بل سره یې دښمنۍ کړې دي، د ژوند په خوند نه دي پوه شوې؛ ځکه ټول عمر په وېره کې تېر کړی، د خپلو کورنیو غړي یې په کې له لاسه ورکړل، اولادونه یې بې تعلیمه شول، بوټي، کورونه او پټي یې ترې پاتې شول او نور بېلابېل زجرونه او دردونه یې وليدل، زما غوښتنه له ټولو هغو کورنیو چې دښمنۍ لري، دا ده چې یو بل ته بښنه وکړئ او په خپله ورشئ اسلامي امارت مشرانو ته مراجعه وکړئ څو مو دښمنۍ بېرته په سوله او دوستۍ بدلې کړي.»

هغه وویل چې په سوله کې هم د دې دنیا لپاره برکت او خیر دی، هم د هغې دنیا لپاره او هم راتلونکو نسلونو لپاره چې په سوله کې د خوښۍ ژوند ولري.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version