ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رییس‌الوزراء: نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي

رییس‌الوزراء: نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي

author avatar
4 Mar 2024 - 09:47
رییس‌الوزراء: نړۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي
author avatar
4 Mar 2024 - 09:47

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): رییس‌الوزراء وايي چې نړۍ د فلسطین له مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ د ریاست الوزراء اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا غونډه په ارګ کې ترسره شوه او نوموړي دغه څرګندونې په یادې غونډه کې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست الوزراء دفترعمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع وویل چې د دغې غونډې موخه د ریاست الوزراء اړوندو ادارو کې د چارو د لا چټکتيا، په اداري چارو کې د ځنډ مخنیوی، د همغږۍ زیاتوالی او لا زیات شفافیت رامنځته کول دي.

سرچینه کاږي، د چارو ادارې عمومي رییس شېخ الحدیث نورالحق انور په شرعي او سالمه توګه د مسوولیت ترسره کول غوره عبادت وباله او ویې ویل:«مشوره الهي حکم دی او د اسلامي نظام موخه دا دی چې د الله (ج) د رضا لپاره د هغه د بندګانو په ښه توګه خدمت وکړو.»

د خبرپاڼې په حواله، رییس الوزراء په غونډه کې وویل، ټول بايد د نظام د بقا او تقویت لپاره  ورسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

رییس الوزراء په فلسطین کې روانو ظلمونو ته په اشارې وویل، نړۍ د فلسطین له مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅې کوي.

نوموړي د چارو د لا ښه انسجام په موخه ټولو ته لارښوونه وکړه چې خپلو مسوولیتونو ته دې متوجه واوسي، ټول باید له مراجعينو سره نېک چلند وکړي، پر وخت د هغوی کارونه ترسره او د خنډ او ځنډ لامل يې ونه ګرځي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ملا محمد حسن اخوند د خپلو خبرو په پای کې د ټولو امارتي ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په چارو کې له عدالت او احتیاط څخه کار واخلي او د بیت المال ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.