کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د زونونو په کچه د فوټسال سیالیو لومړی پړاو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد د مرکزي، لوېدیځ او سوېلختیځ زونونو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ د راتلونکې پنجشنبې )(د کب ۱۷مه) پیلېږي.
نوموړی وایي، د لوېدیځ زون سیالۍ په فراه ولایت کې ترسره کېږي چې د هرات، غور، بادغیس او د فراه ولایتونو لوبډلې به په کې ګډون وکړي، دغه راز د مرکزي زون سیالۍ په کابل کې ترسره کېږي چې د بامیانو، پنجشیر، کاپیسا او پروان ولایتونو لوبډلې په کې برخه لري.
همدارنګه هغه وویل، د سوېلختیځ زون سیالۍ به په غزني کې ترسره شي چې د ننګرهار، لوګر او غزني ولایتونو څخه به په کې لوبډلې برخه ولري.
د هاشمي د معلوماتو له مخې، له یادو سیالیو وروسته به د شمال، شمالختیځ او د سوېل لوېدیځ زونونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل ښار په کچه د فوټسال الف لیګ سیالۍ چې د فوټبال فدراسیون په همکارۍ د فوټسال کمېټې له لوري ترسره شوې وې د یاران افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن