کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر د ملي دفاع له وزیر سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو اړېکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه وړمه ورځ قطر ته تللي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې محمدیعقوب او فطرت د قطر له دفاع وزیر دوکتور خالد بنمحمد العطیه سره لیدلي دي.
هغه لیکلي چې په دغه لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او د هغه د لا پیاوړتیا په اړه خبري شوې دي.
د دیمدیکس نړۍوال ندارتون تېره ورځ پرانېستل شو او تمه کېږي چې په دې درې ورځني نندارتون کې به څه باندې ۲۰ زره نندارهچیان د د دفاع او سمندري امنیت متخصیصینو د نوو دفاعي تجهیزاتو او ټیکنالوجۍ ننداره وکړي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن