اټلانټا (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د کابل ب لوبډلې د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه کرکټ ولایتي سیالیو د پنځلسم پړاو اتلولي خپله کړه.
کرکټ بورډ د کب په ۱۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سیالۍ چې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې په شلمه نېټه د هېواد په درېیو ولایتونو کې پیل شوې وې، نن په غازي امانالله خان کرکټ لوبغالي کې د کابل ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
سرچینې زیاته کړې، د یادو سیالیو پایلوبې ته د پکتیا او کابل ب لوبډلو لاره موندلې وه، د لوبې پچه د پکتیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د پکتیا لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او د کابل ولایت ب لوبډلې ته یې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
د پکتیا ولایت لپاره لوبډلشمر صدیق الله پاچا ۱۰۰، محمد ریاض ۵۲، رحمن زرمتي ۴۰ او مروان نثار ۲۰ منډې جوړې کړې.
بلخوا د کابل ولایت ب لوبډلې لپاره عبدالله احمدزي ۴، عاقل خان ۲، عمرزېب، وسیم اکرم او شهریار خان یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د کابل ولایت ب لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او د محبوب تسکین د سلیزې (۱۱۶ منډې) او لوبډلمشر سمیعالله مموزي (۵۴) او عثمان نوري د (۵۳) منډو پر مټ دغه هدف په ۴۹م اوور کې ترلاسه کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر وګټله.
د کابل ب لوبډلې تکړه توپوهونکی محبوب تسکین د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۱۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د دغو سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی هم د کابل لوبډلې تکړه لوبغاړی محبوب تسکین ونومول شو چې په ۵ لوبو کې یې د ۲ سلیزو پر مټ د ۵۹ منډو په اوسط سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې. همدارنګه د دغو سیالیو غوره توپاچوونکی هم د کابل ب لوبډلې تکړه لوبغاړی عبدالله احمدزی ونومول شو چې په ۸ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې.
د پنځلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځوان لوبغاړی هم د کابل ب لوبډلې ورو توپ اچوونکی عاقل خان ونومول شو چې په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې یې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې .
دغه راز، د دغو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی بیا د پکتیا لوبډلې الرونډر حقمل اریا ونومول شو؛ نوموړي په ۷ سیالیو کې د یوې نیمه سلیزې پر مټ ۱۴۴ منډې جوړې کړې وې او ترڅنګ یې ۱۲ ویکټې هم ترلاسه کړې وې.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن