[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د کرکټ بورډ د غړو ترمنځ په ناسته کې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ دویم پړاو ترسره کولو په موخه مشورې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د کب په ۱۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف په مشرۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ په اړه د بورډ غړو ترمنځ خپلمنځي ناسته وشوه.
سرچینې زیاته کړې، د دې ناستې په ترڅ کې د دغه لیګ دویم پړاو د غوره ترسراوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وارزول شو او د پروسې د ښه او بریالي ترسره کېدو لپاره ټاکل شوي پلاوي ته لازمې لارښوونې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ لپاره، د غوراوي په دویم پړاو کې د درېیو غوره شوو کمپنیو (پانګونې ته لېواله شرکتونه) له منځه دوه کمپنۍ د درېیم پړاو لپاره غوره او د یادو کمپنیو د لا ډېرې څېړنې او اروزنې، مالي ثبات، تخنیکي اړخونو، شالید ته په کتو او د یاد لیګ د نورو اړوندو اړخونو د ارزونې په موخه ګومارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د درېیم پړاو لپاره خپل راپور د وروستۍ پرېکړې په موخه د بورډ له غړو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ د بیا پیل او دویم پړاو د غوره ترسراوي په موخه د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اپریل میاشت کې یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې وه څو خپلې هر اړخیزې ارزونې وکړي او د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه او د بورډ له غړو سره یې شریک کړي.
سرچینه وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د بورډ غړي د یاد لیګ ترسره کول د ادارې او لوبغاړو لپاره خورا مهم وبلل او هیله یې وښوده چې اړوندې پروسې ژر تر ژره بشپړې او یاد لیګ بیا پیل شي.
په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان، د بورډ غړو هر یو په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر عبیدالله صدرخېل، د کاردان پوهنتون رییس احمد خالد حاتم، د کام ایر ګروپ مشر زمري کامګار، اللهداد نوري، خان جان الکوزي، رییس احمدزي او د یاد لیګ لپاره د ټاکل شوي پلاوي غړو شتون درلود.
[/restrict]
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن