اسعداباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې لسګونه زره کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي موندلی دی.
د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز اسعداباد په ګډون یې د دغه ولایت په یو شمېر هغو ولسوالیو کې چې خلک یې له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې وو، نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د یادو روغتیایي مرکزونو له لارې نږدې ۳۰۰ زره کسانو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د نوموړي په خبره: «موږ د بېلابېلو نړۍوالو او ملي موسسو په همکارۍ او د عامې روغتیا وزارت په خاصه پاملرنه د کونړ په هغو ساحو کې چې خلک یې له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې وو، ۶۲ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.»
نوموړي زیاته کړه، د کونړ جغرافیوي موقعیت ته په کتو لا هم اړتیا لیدل کېږي چې د دغه ولایت ټول اوسېدونکي په بشپړ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه وايي: «کونړ یو غرنی ولایت دی چې خلک یې په ډېرو لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، ډېرو سیمو ته د موټرو لارې نشته، نو اړتیا لیدل کېږي چې په لرو پرتو سیمو او بانډو کې خلکو ته د نورو اسانتیاوو ترڅنګ روغتیایي اسانتیاوې هم برابرې شي.»
هغه وویل، له یوې هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د هغو سیمو نومونه له وزارت او یو شمېر نادولتي ادارو سره شریک کړي چې اوسېدونکې یې له روغتیایي مرکزونو لرې دي او یا هم هیڅ لاسرسی ورته نه لري.
ورته مهال، د وټهپور ولسوالۍ اړوند د څپري غرنۍ سیمې اوسېدونکی ملک عبدالولي وایي، په سیمه کې یې د نوي فرعي روغتیایي مرکز په جوړېدو د روغتیا برخه کې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي .
هغه وویل: «زموږ په سیمه کې تر لس زره ډېر خلک ژوند کوي چې هیڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه درلود، زه خوشحاله یم چې تازه راته روغتیایي مرکز جوړ شو، په دې سره به زموږ ټولې ستونزې حل شي.»
بلخوا، د شیګل ولسوالۍ هلالزو سیمې اوسېدونکی قومي مشر زاهدالله بیا وایي، په سیمه کې یې د نوي روغتیایي مرکز په جوړېدو سره د زرګونو کورنیو ستونزې حل شوې دي.
هغه وایي، پخوا به یې ناروغان او تر ډېره اومیدواره مېرمنې په ډېرو ستونزو له اوږد پلي مزل وروسته د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدولې، خو اوس یې په سیمه کې روغتیایي مرکز جوړ شوی او ستونزې یې هوارې شوې دي.
هغه وویل: «له موږ څخه د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ډېر لرې دی، درې ساعته به مو په غرونو کې پلی مزل کاوه، بیا به هلته رسېدو، اوس خوښ یم چې په خپله سیمه کې راته روغتیایي خدمات برابر شول.»
د کونړ عامې روغتیا ریاست معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولایت کې د ولایتي روغتون په ګډون ۱۱۰ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې نفوس په کتو لا هم رسېدنه نه شي کولای.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن