ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوري: افغانستان کې ملي یووالی رامنځته شوی او د ټولو حقوق خوندي دي

نوري: افغانستان کې ملي یووالی رامنځته شوی او د ټولو حقوق خوندي دي

author avatar
10 Mar 2024 - 17:36
نوري: افغانستان کې ملي یووالی رامنځته شوی او د ټولو حقوق خوندي دي
author avatar
10 Mar 2024 - 17:36

ګردېز (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر وايي چې له سیاسي تحول وروسته په ټول هېواد کې ملي یووالي رامنځته شوی، د ټولو حقوق خوندي دي او څوک پرې تېری نه شي کولای.

دغه څرګندونې د قومونو، سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د سوېل‌ختيځ زون ولايتونو له قومي مخورو او ديني عالمانو سره د (اسلامي نظام او ملي يووالي) تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډې کې وکړې.

هغه وویل، چې د تېر نظام پرمهال ځينې بهرنيو کړيو غوښتل چې افغانستان تجزيه کړي او د دې لپاره يې خپل سياسي تنظيمونه رامنځته کړي وو او د واک جزيرې يې جوړې کړې وې.

خو هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د بهرنيو دا دسيسې په مکمل ډول له منځه لاړې او په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت او یووالی رامنځته شوی او هېڅوک د چا پر حقوقو تېری نه شي کولای.

دغه راز، په دغه غونډه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزير مولوي عبدالطیف منصور وویل چې د غصب د مخنیوي کمېسیون د ځینو خلکو شخصي ځمکې نیولي دي او په دې اړه ورته د لویې پکتیا په کچه شکایتونه شوي دي.

هغه وویل چې اړوند ارګانونه باید دغه ستونزه حل کړي او دغه راز د ماليې ټولولو لپاره هم باید قوانین موجود وي.

هغه زیاته کړه: «ځيني کسان دوکانونو ته ورځي فقط دوکان کې وګرځي ورته وايي، تاسو پسې دومره ماليه راغلې خو بايد يوه طرحه او اصول موجود وي، نو دې لپاره بايد مستوفيت او ماليې وزارت قوانين جوړ کړي.»

دغه راز، په دې غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌رحمن حقاني وویل چې قومي مشران باید د هېواد ټول هغه دودنه بېرته را ژوندي کړي چې د اسلامي شریعت مطابق دي.

نوموړي دغه دودنه په ډاګه نه کړل، خو زیاته یې کړه چې قومي مشران د ستونزو په حل کې پوره مهارت لري او اسلامي امارت یې هم باید تر شا ودریږي.

همدارنګه په دې غونډه کې د خوست يوه قومي مشر توريالي منګل له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې د قومي جوړښتونو پياوړتيا او د ولس او حکومت ترمنځ د واټن کمولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

نوموړي وويل، حکومت بايد په عمل کې ثابته کړي چې د ولس ستونزو هوارۍ لپاره کار کوي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.