ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او شاوخوا ولایتونو کې زلزله وشوه

کابل او شاوخوا ولایتونو کې زلزله وشوه

author avatar
13 Mar 2024 - 22:53
کابل او شاوخوا ولایتونو کې زلزله وشوه
author avatar
13 Mar 2024 - 22:53

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول خو د احتمالي زیانونو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا زلزله نن (د کب ۲۳مه) ماخوستن شاوخوا اته نیمې بجې وشوه چې د هېواد په ډېرو برخو کې خلک د روژې مبارکې میاشتې د درېیمې شپې د تراویح لمونځ کاوه.

د امریکا ځمک‌پېژندنې ادارې معلوماتو له مخې، د دې زلزلې شدت د ریختر په کچه پنځه درجې او ژوروالی یې ۴۰ کیلومتره ښودلی او زیاته کړې یې ده چې مرکز یې د افغانستان د تخار په فرخار ولسوالۍ کې و.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې په هېواد کې زلزلې ډېرې شوې چې خونړۍ یې په تېرو دوو کلونو کې د هرات او پکتیکا ولایتونو کې وې چې زرګونو هېوادوالو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

[/restrict]

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.