فېروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د روژې د میاشتې په راتلو سره غور کې یو شمېر اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
د غور د تېورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د محمدیاسین وویل، درې کاله مخکې یې په یوه پېښه کې دوه لاسونه او د سترګو لید له لاسه ورکړی او اوسمهال د فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وايي: «ډېری شپې وږی ویده کېږم، د کور ګرمولو لپاره څه نه لرم، د ژمي شپې دي، کور ډېر سړېږي، د سړو له لاسه مې د کورنۍ درې غړي ناروغان دي او روغتون کې دي، دومره پیسې نه لرم چې د درمل پرې واخلم.»
نوموړی زیاتوي، تر اوسه یې د کورنۍ لګښت د موسسو د لږو مرستو او خیرات ټولولو له لارې پوره کړی او اوس هم له عامو وګړو، سوداګرو، سرپرست حکومت او موسسو غواړي چې د روژې په میاشت کې ورسره لا ډېرې مرستې وکړي څو روژه ماتي او پیشلمي لپاره خواړه تیار کړای شي.
یوازې محمدیاسین نه دی چې سختو اقتصادي ستونزو کې راګیر دی، بلکې زېباګل چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي، د خاوند له مړینې وروسته له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.
هغه وايي: «ماشومان مې ژاړي او له ما ډوډۍ غواړي، له ګاونډیو یوه مړۍ ډوډۍ اخلو یا مې ماشومان د نانوایانو مخې ته خیرات ټولوي، شپه او ورځ پرې تېروو، اوس چې د روژې میاشت ده، له خلکو او حکومته غواړو چې د دې میاشتې له برکته موږ سره مرسته وکړي څو ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړای شو.»
یوه دیني عالم، مفتي شمسالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د الله هر حکم ځانګړې موخه لري، د روژې مبارکه میاشت هم خپلې ځانګړې موخې لري.
هغه زیاته کړه: «الله تعالی په قرانکریم کې فرمايي: روژه په تاسو فرض شوې څو پرهیزګاران شئ.»
نوموړی وايي، د روژې د میاشتې بله موخه رحم، د یو بل منل او له بېوزلو سره مرسته ده.
فروتن وویل: «ابوهریره (رض) فرمايي: نبي صلی علیه و سلم وفرمایل چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه یو غږ کوونکی غږ کوي او وايي ای هر هغه څوک چې خیر او ښېګڼه او صالح اعمال غواړي راشه د عبادت زمینه تاته مساعده ده او هر هغه څوک چې شر دې غوښتلو بدي دې غوښتله ګناه دې کوله په دې میاشت کې له ګناه او شر څخه لاس واخله. له دغه حدیث شریف څخه ثابتیږي چې د روژې په مبارکه میاشت کې یوازې روژه نیول ضرور نه ده، بلکې له روژې نیولو پرته نور د خیر کارونه دې هم وشي له هغې ډلې یو هم بېوزلو سره مرسته کول دي، دغه میاشت بېوزلو سره د مرستې او همدردۍ میاشت ده.»
هغه وویل چې په اوسني شرایطو کې بېوزلي په ډېره لویه کچه شته او باید له بېوزلو سره مرسته وشي.
هغه زیاته کړه، حضرت محمد (ص) فرمایلي: «هر څوک دې د خپل وس او توان پر اساس یو روژه نیونکي ته خواړه ورکړي، څوک چې له بېوزلو کسانو سره مرسته کوي الله متعال یې د قیامت په ورځ د قیامت له سختیو په امن کې ساتي او د مرسته کوونکي انسان رزق او روزي زیاتوي.»
فروتن زیاتوي: «که څوک د روژې په مبارکه میاشت کې خپل فرضي زکات ورکوي، ثواب یې په دې اندازه ده چې الله متعال د اویا فرضونو ثواب ورکوي.»
ورته مهال، د غور ځايي مسوولین وايي چې سیمهییزه اداره هڅه کوي څو له موسسو سره په همغږۍ له اړمنو کسانو او بېوزلو کورنیو سره د روژې په مبارکه میاشت کې لا ډېرې مرستې وکړي.
د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس په دغه ولایت کې له سوداګرو او پانګهوالو وغوښتل څو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي او د روژې په مبارکه میاشت کې د هغوی اړتیاوو ته رسېدنې ته وکړي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن