غزنيښار (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د غزني په مرکز او ولسوالیو کې د مالي ستونزو له امله د ۱۳ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه بند شوي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دغه روغتیايي مرکزونه د غزني په مرکز، جغتو، واغظ، ناور، ناوه، جاغوري، اجرستان، مالستان او خوګیاڼو ولسوالیو کې دي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې فعالیتونه بند دي.
د واغظ ولسوالۍ د هفتاسیاب سیمې يوه قومي مشر حاجي نیازمحمد پژواک ته وویل، د دوی په سیمه کې یو کلینیک و چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې فعالیت بند کړی دی.
هغه وایي، دغه کلینیک خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول خو اوس چې بند شوی، خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
دغه راز، د ناور ولسوالۍ د بالا ګردن سیمې اوسېدونکي بسمالله هم پژواک ته وویل، د دوی په سیمه کې هم یو کلینیک بند شوی دی.
هغه وایي، یاد روغتیایي مرکز د سیمې خلکو لپاره یوه اسانتیا وه او هیله لري چې بېرته فعالیت پيل کړي.
ورته مهال، د جغتو ولسوالۍ د یوه کلینیک یوې ډاکټرې شازیې پژواک ته وویل، د دوی روغتیايي مرکز فعالیت ځنډولی چې له امله یې ناروغان او خلک له ستونزو سره مخ دي.
دې زیاته کړه: «موږ په هغو سیمو کې کار کاوه چې خلک یې لومړني روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري، کله چې دا کلينيکونه فعال وو، خلک خوشحاله وو، خو اوس چې تړل شوي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.»
په دې اړه د غزني عامې روغتيا رييس ډاکټر رسول خان نظري پژواک ته وویل، دغه ١٣ روغتيايي مرکزونه د روغتيا نړۍوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ او د هدف مؤسسې په مرسته جوړ شوي وو چې د مالي ستونزو له امله یې فعالیتونه بند شوي دي.
هغه زیاته کړه: «یاد روغتیایې مرکزونو ته د روغتیا نړۍوال سازمان پیسې ورکولې او هدف مؤسسې یې کارونه مخته وړل، له بده مرغه د روان کال د مارچ په ۱۳مه یې خپل فعالیتونه درولي دي.»
نوموړي وویل، د بودجې نشتوالي له امله دوی هم نه شي کولای د دغو کلینیکونو ملاتړ وکړي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د یادو روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن