کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د چین له سفیر سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو ناستو کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي .
له ارګ څخه د کب په ۲۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، ژاو شينګ په دغه کتنه کې د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې هېواد یې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.
نوموړي وویل، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په نړۍوالو ناستو کې یې ټینګار کړی چې باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وشي.
د چين سفير په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې زياته کړه، چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي.
هغه زياته کړه چې د مسعینک کان برخه کې ښه پرمختګ رامنځته شوی، د جلغوزيو پروسس او صادراتو په ګډون په مختلفو نورو برخو کې د چینایي پانګهوالو پانګونې ښه پایله ورکړې ده.
ورته وخت کې د رياستالوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې په دوحې او نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین مثبت دریځ له امله مننه وکړه او ويې ویل چې اسلامي امارت بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.
نوموړي واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ او څرګنده يې کړه، په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پام وړ پرمختګ راشي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال دغه راز له چين څخه د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو پروژو په ګډون په زېربنايي پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر زياته کړه چې اسلامي امارت له واحد چین سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ياد هېواد د ولسمشر په نوښت د يو کمربند او يوه لار پروژې ملاتړ کوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وویل، د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې څخه ګواښ پېښ شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هیله لري چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دغه کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه حضور ولري.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن